Language

مزارشريف ( پژواک، ٢١ غويى ٩٣ ) : د  بلخ چارواکي وايي، د باران د نه کېدو په صورت کې ممکن دوه ورځې وروسته په تاشقرغان تنګي کې د کابل- مزار د لويې لارې د پرانيستې په موخه د سېلاب له امله د ويجاړ شوي سړک د بياجوړونې چارې پيل شي.

د تېرو دوو ورځو بارانونو له امله راغليو سېلابونو د مزار  ښار ۴۵ کيلومترۍ کې د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ په تاشقرغان تنګي سيمه کې دکابل- مزار  پر لويه لاره نږدې ۱۰۰متره سړک له منځه وړی، چې له امله يې د کابل – مزار  لويه لاره بنده ده.

د پژواک خبري اژانس خبريال ، چې د غويي په ۲۱مه، د پېښې سيمه يې له نږدې وليده، نو د تاشقرغان تنګي کې نږدې سل متره سړک په پوره توګه ويجاړ شوی، د مزارشريف ښار لور ته په يو کيلومترۍ د ترافيکو له خوا سړک بند شوی ، چې له امله يې دواړو خواوو ته بند خلک د صياد غره له لارې له ۷ساعته مزل کولو څخه وروسته هوارې لارې ته ځان برابروي.

د بلخ ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې رييس حاجي رحمت الله د غويي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له ماسپښين وړاندې د بلخ د والي عطامحمد نور په ګډون يوه  پلاوي له نږدې څخه د ويجاړ شوي سړک ارزيابي وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د فوايد عامې وزرات له خوا د سړک د بيا جوړونې لپاره لګښت منل شوی؛ خو د سېلاب زياتوالی د کار د پيل اجازه نه ورکوي.

د هغه په وينا، که چېرې باران ونه شي ، نو ممکن په راتلونکو دوو ورځو کې د سېلاب اوبه په کمېدو شي، چې له هغه وروسته به په پوره زور د سړک د بياجوړونې چارې پيل کوي.

د ياد سړک د ويجاړېدو له امله په لسګونو خلک دواړو خواوو ته بند پاتې دی، چې ځينې يې د غرونو له لارې له ۷ ساعته مزل څخه وروسته بل لوري ته ځان رسوي.

د پلخمري ښار اوسېدونکی ډاکټر محمد عالم شينواری نن سهار ۷ بجې د تاشقرغان تنګي بلې غاړې صياد سيمې ته رسېدلی و، چې د سړک د ويجاړېدو له امله پر غره مزل کولو ته مجبور شو.

نوموړي نن دوه بجې په تاشقرغان سيمه کې پژواک اژانس ته وويل، چې همدا اوس پر غره د ۷ ساعته سخت مزل کولو څخه وروسته د مزار لوري ته واوښت.

د شينواري په څېره کې د هغه د ستړي مزل نښې له ورايه ښکارېدې، ويې ويل: ((پر لاره نږدې دوه سوه کسان نور هم را روان دي، ماشومان او مشران خلک هم پکې دي، يوه نيمه ښځه هم تر سترګو کېږي، ټول په ډېر  مشکل په غره رااوړي.))

نوموړي زياته کړه، چې پر لاره يې له خلکو واورېدل، چې د لارې د سخت مزل له امله ځينو خلکو ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د سېلابونو له امله له تېرو دوو ورځو په مزار ښار کې د افغان ټيلي کام د نېټ چارې هم بندې شوې وې، چې نن دوه بجې يې بيا په کار پيل وکړ.

د شمال زون د افغان ټيلي کام رييس شېرخان بغلاني، چې د پېښې پر ځای د افغان ټيلي کام د مزو د بياجوړونې په چارو بوخت و، پژواک ته وويل، چې د سړک د ويجاړېدو تر څنګ د سړک په اوږدو کې د انټرنېټ مزي هم شلېدلي، چې همدا شېبه يې جوړ کړل.

نوموړي زياته کړه، چې له تېرو څلوېښتو ساعتونو په مزارشريف ښار کې د انټرنېټ خدمتونه بند و.

د بېړنيو پېښو رييس رحمت الله وويل، چې سېلابونو په خلم ولسوالۍ کې د کابل- مزارشريف د لويې لارې د ويجاړېدو تر څنګ ۱۳ کليو ته هم زيان اړولی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په ۱۳ کليو کې يې نږدې ۱۰۰۰ کورونه ويجاړ کړي او په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه يې له منځه وړي دي.

د هغه په وينا، که څه هم د ۲۰۹ شاهين قول اردو او د بلخ د امنيه قوماندانۍ په مرسته يې په سېلابونو کې ۶۰۰ بند شوي کسان هم ژغورلي دي؛ خو د څلورو کسانو جسدونه يې هم تر لاسه کړي دي.

رحمت الله وويل، چې له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو مرستو د رسونې وس ورسره شته دی؛ خو د مزار- کابل د لويې لارې د جوړنې په برخه کې بايد مرکزي دولت ورسره ګړندۍ مرسته وکړي. 

Related Topics