Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د سره رود لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د يو طالب ولسوال په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات نن سهار وخته د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په عملياتو کې  ٩ وسله وال وژل شوي چې په کې د سره رود لپاره د طالبانو ولسوال هم شامل دى.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال  فضل احمد شېرزاد په جلال اباد ښار کې خبريالانو ته وويل چې دغه عمليات د سره رود ولسوالۍ په ککړ سيمه کې پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې لس وسله وال وژل شوي او له هغوى له چاودېدونکو توکو ډک يو کرولا موټراو  دوه موټرسايکلونه هم ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه عمليات وروسته له هغه ترسره شول، کله چې وسله والو غوښتل له يوه کور څخه د سرحدي پوليسو يو سرتېرى وتښتوي.

شېرزاد دغه راز وويل چې پوليسو په روداتو ولسوالۍ کې د بي اېم ١٢ ميزايل يوه دستګاه هم نيولې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.