Language

پاکستان بيا د ډيورند پر صفري برخه تاسيسات جوړوي

کندهار (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د کندهار ولايت چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو له معروف ولسوالۍ سره د ډيورنډ کرښې پر صفري برخه د تاسيساتو پر جوړولو پيل کړى، چې د څېړنې لپاره يې پلاوى سيمې تللى دى.

د کندهار ولايت سرپرست وياند دواخان مينه پال د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له سيمې يې داسې خبرونه ترلاسه کړي، چې ګواکې پاکستاني ځواکونه په ياده سيمه کې د ډيورنډ کرښې پر صفري نقطه تاسيسات جوړوي.

هغه زياته کړه، د دې موضوع د پلټنې او څېړنې لپاره له مرکز کابل او کندهار ولايت څخه يو پلاوى ټاکل شوى او سيمې ته لېږل شوى، څو حقيقت روښانه شي.

نوموړي وويل، تر اوسه دا نه شي ويلاى چې پاکستاني ځواکونو د دغو تاسيساتو د جوړولو لپاره د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته را اوښتي او که نه، خو د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به په دې اړه رسنيو ته معلومات ورکړل شي.

مينه پال زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د کندهار په سرحدي ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر سرحدي پوستو د وسله والو له خوا فشارونه زيات شوي او هره شپه پرې وسله وال بريدونه کېږي.

دى زياتوي، وسله وال د کرښې له پورې غاړې له هغو سيمو وسله وال بريدونه کوي، چېرې چې د پاکستاني ځواکونو امنيتي پوستې دي.

خو د والي وياند وويل، چې سرحدي ځواکونو په پوره وړتيا د دغه راز بريدونو پر وړاندې مقاومت کړى دى.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ سکرټر غورځنګ اپريدى هم وايي، چې له تېرو دوو ورځې راهيسې پاکستاني پوځيانو د معروف ولسوالۍ په صفري نقطه (اعلى جرګه او ښادي خاک) سيمو کې د ځينو ودانيو پر جوړولو کار پيل کړى دى.

ده هم وويل چې د پلاوي تر بېرته راګرځېدو نه شي کولاى رسنيو ته په اړه جزئياتو معلومات ورکړي.

د معروف ولسوال توريالى هم وايي چې د موضوع اړوند ټول معلومات يې ولايتي ادارې ته ورکړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، تر هغه چې ولايتي ادارې ورته اجازه نه وي کړې، نو په دې اړه معلومات نه شي ورکولاى.

خو په معروف ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د سرحدي پوليسو يو قوماندان رنګين وايي، چې پاکستاني پوځيان د افغانستان خاورې ته شاوخوا يو کيلومتر وړاندې راغلي دي.

هغه زياته کړه، د تاسيساتو د جوړولو د مخنيوي په موخه د سيمې د قومي مشرانو يو پلاوي هم له پاکستاني پوځيانو سره ليدلي، خو هغوى يې خبره نه ده منلې.

د ده په خبره، که څه هم د هغوى تجهيزات کم دي، خو بيا يې هم مقابلې ته چمتو دي.

تر دې وړاندې په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم پاکستاني پوځيانو په ورته توګه د ٤ امنيتي پوستو د جوړولو کار پيل کړى و چې د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شول.

معروف ولسوالي د ولايت له مرکز څخه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه موقعيت لري، دغه ولسوالي له پاکستان سره ١٥٥ کيلومتره ګډه پوله لري، دغه راز دغه ولسوالي د زابل له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده.

د يادونې ده، تر دې مخکې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ له پولې رااوښتي وو او د افغانستان په خاوره کې يې دروازه جوړه کړې وه، چې بيا د دواړو لورو ترمنځ نښته هم رامنځته شوه.

Related Topics