Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په هرات کې د بدخشان د پېښې د قربانيانو په ياد د فوټبال سيالۍ پيل شوې

کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د بدخشان د پېښې د قربانيانو په ياد د ايراني او افغاني د فوټبال او فوټسال د لوبغاړو ترمنځ پنځه ورځنۍ دوستانه لوبې، په هرات ښار کې پيل شوې.

د هرات د فوټبال فدراسيون مرستيال محمد زرين طاهري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ايران د خراسان رضوي ولايت د تايباد د ښار د فوټبال او فوټسال لوبغاړي د بدخشان د پېښې د قربانيانو په ياد د لوبو کولو لپاره هرات ښار ته رارسېدلي دي.

 ده زياته کړه، نن د هرات د فوټبال د الف لوبډلې او ايرانۍ لوبډلې ترمنځ سيالي ترسره شوه، چې يو د صفر پر وړاندې د هرات لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.

نوموړى وايي، د لوبې په ٢٥مه دقيقه کې د هرات لوبډلې د غړي حميد توخي له لوري يو ګول ووهل شو.

دى زياتوي، دوهمه لوبه به د غويي په ٢٣مه د هرات د فوټبال د ب لوبډلې او ايرانۍ لوبډلې ترمنځ ترسره شي.

د هغه په وينا، د فوټبال او فوټسال دا لوبې به پنځه ورځې (د غويي تر ٢٥مې) دوام وکړي.

د تايباد د بدني روزنې رييس جهانګيز ابوبکري پژواک ته وويل، چې د دوى ٢٥ لوبغاړي په هرات ښار کې د لوبو کولو لپاره د بدخشان د پېښې د قربانيانو په ياد سياليو کې د ګډون په موخه راغلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.