کابل ( پژواک، ۲۲ غویی ۹۳ ) : دافغانستان د فوټبال ملي لوبډله په یوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ځوانانو د څانګې مسوول سید علي کاظمي د غویی په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه نن تر ماښام وروسته په کویټ هیواد کې ترسره شوه.
هغه زیاته کړه، چې دا لوبه یو پر صفر دافغانستان په ګټه پای ته ورسیده.
د کاظمي په وینا، یواځینی ګول دافغانستان لخوا یوسف مشرفي وهلی و.
ده وویل چې دا لوبې د اسیا د چیلنچ کپ سیالیو د تیاریو د لړۍ یوه کړې وه، د چهارشنبې به ورځ به افغانستان او کویټ یوه دوستانه لوبه کوی.
د اسیا چیلنج کپ سیالۍ راتلونکې اونۍ په مالدیپ کې پیلیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP