جلال اباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): په جلال اباد ښار کې نن سهار د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې چې له امله يې شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر وايي چې دا چاودنه نن (د غويي ٢٢مه) سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند د اطفايې له ودانۍ سره نږدې د پوليسو پر يوه رينجر شوې ده.
سرچينې زياته کړې، په دې چاودنه کې څلور ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان دي چې ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته څلور ملکي ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
وسله والو د دې چاودنې مسووليت اخيستى او وايي چې يو شمېر پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP