Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد بريد د لسو تنو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

دويم تعقيب-جلال اباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): په جلال اباد ښار کې د عدليې پر رياست ډله ييز بريد تر څلورو ساعتونو جګړې وروسته د شاوخوا ٢٠ کسانو له مرګ ژوبلې سره پاى ته ورسېد.

دغه بريد نن (د غويي ٢٢مه) سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د عدليې پر رياست پيل شوى او تر غرمې وروسته په شاوخوا يوه نيمه بجه پاى ته ورسېد.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د بريد له پاى ته رسېدو وروسته د عدليې رياست مخې ته خبريالانو ته وويل چې ياد بريد د دريو بريدګرو له خوا شوى و او درې واړه ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه پوليس او  د عدليې رياست دوه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

خو د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال عبدالرووف پژواک ته وويل ، چې په دې پېښه کې د عدليې رياست درې مامورين، دوه پوليس، يو ماشوم، يو د رياست مراجعه کوونکى او درې بريدګر وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، چې درې نور مامورين ټپيان هم دي.

ده زياته کړه، چې د بريد کوونکو د له منځه وړو په عملياتو کې ملي، سرحدي او د عامه نظم پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت برخه اخيستې وه.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکتر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل ، چې روغتون ته د هغه ځوان زده کوونکي مړى هم ور وړل شوى، چې پر لاره روان و او د ياد بريد يوه مرمۍ پرې لګېدلې ده.

هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ ١٢ تنه ټپيان هم روغتون ته ور وړل شوي وو، چې لس يې رخصت شوي او دوه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د بريد پر مهال په دې ودانۍ کې بريدګرو چې د ځانمرګو واسکټونه يې اغوستي وو، چاودنې هم کړې وې چې له امله يې ياده ودانۍ بشپړه سوځېدلې ده.

د دغه رياست يوه کارکوونکي، چې ډېر وارخطا او وېرېدلى و، پژواک ته وويل ، چې لس مامورين د اوبو په يوه تشه ټانکۍ کې پټ شوي وو.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((تېر څلور ساعتونه پر موږ مرګ تېر شو، هرې خوا ته مرمۍ لګېدلې، راکټونه هم راتلل، خو خداى وساتلو.))

د دغه رياست يوه بل مامور چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل ، چې د ودانۍ په دويم پوړ کې ګڼ شمېر مهم اسناد هم سوځېدلي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال نن سهار پژواک ته ويلي وو، چې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې يوه ډله وسله وال د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې د عدليې رياست ته ننوتلي دي.

هغه زياته کړه، چې بريد کوونکو په لومړي سر کې چاودنه نه ده کړې په دروازه کې يې پر پوليسو ډزې کړي او بيا ننوتلي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې د بريد په لومړيو کې دوه هغه پوليس وژل شوي، چې د ياد رياست امنيت يې ساته.

د جګړې په جريان کې د اسماعيل په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د عدليې رياست مخې ته يې يو پوليس، يوه ښځه او يو ماشوم ليدلي، چې په وينو لړلي پراته وو، خو دا نه وه ورته معلومه، چې ټپي دي او که وژل شوي.

د پژواک خبري اژانس ويډيو خبريال ببرک اميرزاده، چې د بريد له ساحې يې له نږدې ليدنه کړې، وايي ، چې د جګړې پر مهال دواړه لورو له سپکو او درنو وسلو کار اخيست.

هغه زياته کړه: ((څو ساعته سخته جګړه وشوه، ما په خپله تر ١٥ د ډېرو چاودنو غږونه واورېدل.))

دى وايي، چې د عدليې رياست شاوخوا د خلکو ګڼ شمېر کورونه دي او خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې وو .

د اميرزاده په وينا، د وسله والو له خوا توغول شوى يو راکټ د اوسېدو د يوه کور پر چت لګېدلى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى او د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دې ډله ييز بريد کې يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.