Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پروان سياه ګرد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

چاريکار (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ پر مرکز په  وسله وال بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار د سياه ګرد ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ او ياده مرګ ژوبله د بريد کوونکو د راکټونو د لګېدو له امله ملکي کسانو ته اوښتې ده.

دى وايي، چې بريد کوونکو د ولسوالۍ مرکز ته له څېرمه غرونو بريد وکړ او امنيتي ځواکونو ورسره دوه ساعته نښته وکړه.

هغه وويل، چې په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سياه ګرد ولسوالۍ د مرکز اړوند د “جوى دختر” د سيمې اوسېدونکي ستار هم وويل، چې نن سهار د وسله والو طالبانو په راکټي بريد کې د ښوونځي يو زده کوونکى او بل تنکى ځوان وژل شوي او ٧ تنه ملکي وګړي ټپيان دي .

د ده په وينا، د وسله والو مخالفينو د راکټي بريد موخه د ولسوالۍ مرکز و، خو راکټونه په بازار کې ولګېدل او ياده مرګ ژوبله يې واړوله .

د پروان د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمد قسيم سعيدي وايي، چې په ياد بريد کې د يو تن وژل شوي مړى او پنځه ټپيان د پروان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ده د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله او ويې ويل، چې وژل شوى او ټپيان ملکي وګړي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن سهار د سياه ګرد ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله وال بريد په ترڅ کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي

هغه وايي، چې په دغه بريد کې د ولسوالۍ د ملکي ادارو دوه کارکوونکي او د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي هم دي.

ده ويلي، چې د دولتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.