Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل او بګرام پر هوايي ډګرونو راکټي بريدونه شوي

کابل-چاريکار (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د کابل پر نړيوال ملکي او د بګرام پر پوځي هوايي ډګرونو راکټي بريدونه شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د کابل په هوايي ډګر کې يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په پنځو بجو پر هوايي ډګر دوه راکټونه ولګېدل.

سرچينې زياته کړه، چې يو راکټ ترمينل ته نږدې په خامه ساحه کې او بل د ځغاستې ليکې (رن وې) ته څېرمه لګېدلي دي.

دې امنيتي سرچينې وويل چې دغو راکټونو زيان نه درلود .

د سرچينې په وينا، د راکټونو لګېدو له امله د يوه ساعت لپاره الوتنې بندې وې، خو وروسته بېرته پيل شوې.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په پروان ولايت کې د بګرام پر پوځي او هوايي ډګر هم درې راکټونه توغول شوي دي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله اندرابي پژواک اژانس ته وويل چې دغه راکټونه د بګرام ولسوالۍ له بالتوخېل او انباخېل سيمو توغول شوي وو، خو کوم زيان يې نه دى اړولى.

هغه زياته کړه، چې تر دغو بريدونو وروسته بهرنيو ځواکونو يادې سيمې بمبار کړې، چې له امله يې يو تن وژل شوى دى.

نوموړى وايې، دا لا معلومه نه ده، چې وژل شوى څوک دى، خو سيمې ته يې د پلټنو لپاره يو پلاوى لېږلى دى.

د پروان امنيه قوماندان دغه راز وويل چې وسله والو مخالفينو نن سهار وختي د جبل السراج ولسوالۍ اړوند پر دوو پوستو بريدونه کړي، خو کوم زيان يې نه درلود.

وسله والو طالبانو ويلي چې دوى نن د خيبر په نوم عمليات پيل کړي، د کابل او بګرام پر هوايي ډګرونو يې بريدونه کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه راز د جبل السراج د بريد مسووليت هم منلى او دولتي ځواکونو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.