Language

کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، په هغه صورت کې چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وروستۍ پرېکړه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د نن ورځې تر پايه ور ونه رسوي، نو نه شي کولى وروستۍ پايلې پر خپل وخت اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس نورمحمد نور وايي، دوى بشپړ چمتو دي، چې د شکايتونو کمېسيون وروستۍ پرېکړه له ځنډ پرته سيستم ته داخله کړي.

نور نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال هيله څرګنده کړه، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دې خپله پرېکړه ډېر ژر دوى ته واستوي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په تمه يو چې پرېکړه يې د نن ورځې تر پايه کمېسيون ته راورسېږي. هغه بحثونه چې درلودل مو، څه مو د مطبوعاتو او څه مو هم له مطبوعاتو بهر مطرح کړل، چې نن يې پرېکړې را استولې واى. که چېرې احياناً نه رسېدى، طبعاً چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مهالوېش سره سم پر ټاکلي وخت سره نه شو کولى وروستۍ پايلې اعلان کړو.))

د افغانستان په قانون کې د وروستۍ پايلو د اعلان لپاره د غويي مياشتې ٢٤مه په پام کې نيول شوې ده.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې، د شکايتونو کمېسيون بايد د شکايتونو څېړنه درې ورځې وړاندې د غويي په ١٨مه بشپړه کړې او خپله وروستۍ پرېکړه يې د ټاکنو کمېسيون ته ورکړې واى، خو تر اوسه يې هم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د شکايتونو کمېسيون چارواکي بيا وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د وروستيو پايلو په اعلان کې دوه ورځې ځنډ د شکايتونو د حجم د ډېروالي له امله دى.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون هڅه کوي، چې نن خپله وروستۍ پرېکړه د ټاکنو کمېسيون ته واستوي، خو له دې سره سره هم د دغه کمېسيون وياند محسني تېره ورځ وويل، که چېرې بيا هم اړتيا وي، نو د ټاکنو په بهير کې به د لا زيات عدالت او روڼتيا لپاره د څېړنې او تصميم لپاره زيات وخت ځانګړى کړي.

د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې يوې موثقې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى به ونه توانيږي نن ټاکنيزو شکايتونو په اړه وروستۍ پرېکړه صادره او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته واستوي.

نورمحمد نور د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د شکايتونو کمېسيون د وروستۍ پايلې له ترلاسه کولو وروسته به وروستۍ پايلې په څومره وخت کې اعلان کړي؟ وويل چې دا موضوع د اعتراض په موجوديت پورې تړلې ده.

نور زياته کړه: ((کله چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړې د ټاکنو کمېسيون ته ورسېږي، نو موږ په روښانه ډول ويلى شو، چې څومره وخت ته اړتيا لرو… که چېرې جدي ستونزه ونه لري، اعتراضي نه وي او همدارنګه د پرېکړو حجم يې کم وي، نو د ټاکنو خپلواک کمېسيون کوښښ کوي، چې پايلې له پخواني زماني جدول سره سمې اعلان کړي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند همدارنګه د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه وويل، د هغو محلونو له رايو پرته چې بيا شمېرل شوې، د ټولو ولايتونو راى پاڼې د ټاکنو د پايلو ملي سيستم ته ننوتې دي.

د نور د معلوماتو له مخې، د ٢٤٠١ محلونو رايې بيا شمېرل کېږي، چې له دې ډلې ٣٠ سلنه رايې بيا شمېرل شوې او مرکزي دفتر ته رسېدلې دي.

د ټاکنو کمېسيون رييس زياته کړه، چې پاتې رايې د سبا ورځې تر پايه هغوى ته رسېږي او په پام کې لري، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې د غويي مياشتې په ٢٧ مه اعلان کړي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو ځل بيا د ولسمشرۍ رياست د دويم دور احتمالي ټاکنو لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وويل، چې دوى په داسې عملياتي پلان کار کوي، چې د وري مياشتې د ١٦مې نېټې ټاکنو پر مهال د امنيتي ستونزو له امله تړل شوي محلونه په دويم دور کې خلاص وساتي.

نور زياته کړه، چې دوى په دې برخه کې له امنيتي چارواکو سره په څو ناستو کې خبرې کړې دي.

نوموړي همدارنګه وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي په کورنۍ ناسته کې پر محلونو هم خبرې کړې، چې د ټاکنو په ورځ د راى پاڼو له کمښت سره مخ شوي وو.

نور زياته کړه، کمېسيون هڅه کوي، چې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره په با نفوسه سيمو کې د رايې ورکونې محلونه زياته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.