Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد(پژواک٢٣غويى٩٣): د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د توغندي د لګېدو له امله يو زده کوونکى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا درې بجې  د يادې  ولسوالۍ د کابل کمپ په سيمه کې د يوه توغندي د لګېدو له امله د يوه  ښوونځي پنځو  زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته .

د ده په وينا، د توغندي هدف ښوونځي ته څېرمه د پوليسو روزنيز مرکز و او په داسې حال کې په ياده سيمه کې ولګېد، چې زده کوونکي د رخصتۍ پر مهال خپلو کورونو ته روان وو.

شينواري وويل: (( په  دې  بريد کې يو کوچنى زده کوونکى وژل شوى او د درېيو نجونو په ګډون څلور زده کوونکي ټپيان دي))

د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې  د بټي کوټ د باريکاب له سيمې څخه دوه توغندي توغول شوي، چې يو يې په پنځم بلاک کې او دويم يې ښوونځي سره نږدې لګيدلى دى.

نوموړي وويل، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.