مزارشريف (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د تاشقرغان په تنګي کې د سېلابونو په راوتو د کابل- مزار لارې بندېدو له امله خلک اړ شوي ، چې هره ورځ په ساعتونو په غرونو کې پياده مزل وکړي او ځان خپل منزل ته ورسوي.
هره ورځ لسګونه کسان پر غره د ۷ ساعته مزل څخه وروسته د تنګي يوې او بلې خوا ته اوړي، ځينې د کندوز او بلخ تر منځ د ايرګنک سيمې د خامه لارې لومړۍ کندوز ته ځان رسوي او بيا نورو ولايتونو ته ځان رسوي، چې د سل متره سړک خرابوالي له امله سلګونه کيلومتره پر ډېر واټن وهلو مجبورېږي.
له تېرو پنځو ورځو راهيسې د بلخ د خلم ولسوالۍ په تاشقرغان تنګي کې د مزار- کابل د لويې لارې نږدې ۱۰۰ متره سړک سېلاب له منځه يوړ، چې لا يې دولتي چارواکو لخوا د بيا جوړېدو په اړه پرېکنده څرګندونې نه دي شوي.
د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن تېره شپه د بلخ له والي عطا محمد نور سره د ياد سړک د جوړېدو په اړه وکتل؛ خو له يادې ناستې وروسته هم د ياد سړک د جوړېدو په اړه پرېکندې څرګندونې نه دي شوي.
د فوايد عامې وزير وويل، چې په ټول هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله ۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت زيانونو اوښتي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو زيانونو د بېرته پر ځای کولو لپاره جدي هڅې کوي.
د هغه په وينا د مزار- کابل د لويې لارې د بيا جوړېدو لپاره هم دوی جدي هڅې کوي، چې له سبا يې د جوړېدو لومړنۍ چارې پيل کړي، چې ممکن په روانه يوه اونۍ کې د کار د پيل چارې روانې شي.
که څه هم د ياد سړک له خرابېدو څخه دوه ورځې وروسته د بلخ او کندوز تر منځ د ايرګنک سيمې له لارې د وړو موټرو تګ راتګ تر يوې کچې پيل شوی؛ خو د مزارشريف اوسېدونکي وايي، چې په هراړخيزه توګه يې د ژوند ځينې چارې ټکنۍ شوې دي.
د پلخمري اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل، چې تېره ورځ يې پر صياد غره ۷ ساعته مزل کړی او له تنګي دېخوا را توښتی دی.
نوموړي چې د مزارشريف په يوه دفتر کې د اشپز دنده پر مخ وړي، وويل، اته ورځې وړاندې پلخمري ته تللی و او د بېرته راتګ پر مهال له يادې ستونزې سره مخ شو.
له تاشقرغان تنګي څخه تر مزارشريف ښار پورې د مساپر وړونکي کرولا موټر چلوونکي خان اغا پژواک ته وويل، چې دوی د سمنګان او پلخمري پر ځای تر تاشقرغان تنګي پورې مساپر وړي او له هغه ځايه يې تر مزارشريف ښاره راولي.
نوموړي زياته کړه، چې مسافر له تنګي څخه پر صياد غره اوړي او د تنګي هغې خوا ته په نورو موټرو کې سپرېږي او پلخمري ته ځان رسوي.
د ياد سړک د خرابېدو له امله د بلخ ولايت کمرګي چارې هم له ټکنيتوب سره مخ شوي، چې له امله د کمرګ ورځني عوايد ۵۰ سلنه کم شوي دي.
د بلخ د کمرګ رييس عبدالستار سرحال پژواک ته وويل، چې دوی معمولاً د ورځې ۲۰ ميليونه افغانۍ عوايد لرل؛ چې د ياد سړک د خرابېدو له امله د سوداګريزو توکو صادرات او واردات کم شوي، چې ورسره د دوی ورځني عوايد هم نږدې ۹ ميليونه ته راټيټ شوي دي.
د بلخ دولتي چارواکي که څه هم د سړک د بيا جوړېدو د چارو د پيلېدو خبر ورکوي؛ خو وايي، چې لا معلومه نه ده، چې په څو ورځو کې به کابل مزار لويه لاره بېرته پرانيستل شي.
د دغه ولايت د فوايد عامې رييس نعمت الله نصرت پژواک ته وويل، چې په تاشقرغان تنګي کې د سړک د جوړېدو د چارو لومړنۍ هڅې پيل شوې دي؛ خو نوموړي په ډاګه نه کړه، چې ياد سړک په څومره موده کې د بيا ګټې اخيستنې جوګه شي.
د هغه په وينا، په لوموړي پړاو کې دوی هڅه کوي، چې په موقت ډول سړک ورغوي او بيا په سمه توګه د ټول سړک د جوړېدو چارې پيل کړي.
نصرت زياته کړه: ((همدا نن عملاً کار پيل شوی ، ممکن په نږدې ورځو کې پرې تګ راتګ پيل شي خو دا نه شم ويلی، چې څومره وخت کې به دغه کار تکميل شي.))