جلال اباد (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د پراخو عملياتو په ترڅ کې ٢٥ وسله وال وژل شوي او اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.
د دغه وزارت له خوا د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات له وسله والو څخه د خوګياڼو ولسوالۍ د پاکولو په موخه پرون پيل شوي او اوس هم روان دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ٢٥ وسله وال وژل شوي، چې په کې يو شمېر قوماندانان هم شامل دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندان حضرت حسين مشرقيوال د دغو عملياتو د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې په عملياتو کې د ملي دفاع وزارت ځانګړو ځواکونو او د دغه ولايت پوليسو برخه اخيستې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه عمليات د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو سيمې په ټټنګ سيمه کې پيل شوي، چې په ترڅ کې يې ٢٥ وسله وال وژل شوي، د هغوى ٢٤ ميله وسله هم ترلاسه شوې او د وژل شوو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
مشرقيوال وويل ، چې د عملياتو پر مهال يو شمېر مشکوک کسان هم نيول شوي دي.
د سيداغا په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات په سيمه کې د وسله وال پر يوه لوى مرکز ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال افغان هوايي ځواکونو د وسله والو پر مرکز بمبار هم کړى دى.
دى وايي، چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د خوګياڼو د عملياتو په اړه حکومتي ادعا ردوي او زياتوي، چې هلته هېڅ عمليات نه دي شوي او نه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP