غزني (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په غزني کې د يوې چاودنې او يوه هاوان د لګېدو له امله ٣ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٨ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا يوولس نيمې بجې د زنه خان ولسوالۍ مقام ته څېرمه د پوليسو پر يوه رينجر موټر د ماين چاودنه وشوه.
ننګ وايي، په دې چاودنه کې د يادې ولسوالۍ د ملي امنيت معاون او دوه پوليس ووژل شول.
په ورته مهال د والي وياند وويل، څو شېبې مخکې د غزني ښار د فرخي څلورلارې ته څېرمه د يوه هاوان د لګېدو له امله ٤ ملکي وګړي ټپيان شول.
ننګ وايي، دغه هاوان د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوى دى.
خو د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته ٨ ټپيان ور وړل شوي، چې د دريو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.