Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک ۲۳ غويى ۹۳):د هلمند د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تېره شپه پنځه پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.

د يادې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال حاجي غلام جان د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو تېره شپه د سنګين د ساروان کلا د نسېزو، ملازو او پنډشاه پر پوستو بريدونه کړي وو.

د ده  په وينا، د دولت د نه  پاملرنې له امله  په  ياده سيمه کې امنيت ورځ  تربلې خرابېږي او وسله وال  طالبان  خپل پلانونه له کجکې ولسوالۍ پلانوي.

د سنګين ولسوال په يادو سيمو  کې امنيتي پېښې مني خو وايي، چې د پوليسو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه شي ويلاى.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، په ياده سيمه کې د يوه ماين په چاودنه کې يواځې يو پوليس وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د دغه ولايت په سنګين، ګرشک او مارجې ولسواليو کې يې د يو شمېر پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.

د يادونې ده، وړمه  شپه هم  د سنګين د کټوزو په سيمه کې اوه  پوليس په مرموز ډول وژل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.