کندهار ( پژواک ٢٣ غويى ٩٣ ) : په کندهار کې د ميرويس نيکه مقبرې د پارک د بيارغونې چارې د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا پيل شوې.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دوا خان مينه پال نن د پارک د رغونې د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دغه پارک پر جوړېدو ٣،٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بوديجې ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، د پارک درغولو کار به دوه مياشتې وخت ونيسي چې په کې د موټرو د تم ځاى جوړول، د انګړ د دېوال پراخول، د ګلدانونو رغول او اړوند نور کارونه شامل دي.
دى وايي، دا چې د ميرويس نيکه زيارت ته نه يواځې د کندهار، بلکې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلک راځي، نو دې پارک د ځاى د تنګوالي له امله پراخوالي او بيا جوړېدو ته اړتيا لرله.
مينه پال وويل، له همدې امله يې تصميم ونيو چې د ميرويس نيکه د زيارت پارک په ښکلې بڼه ورغوي، تر څو د سيل کوونکو او ميله والو لپاره د ليدو کتو ښه ځاى وي.
هغه دغه راز خبر ورکړ، چې تر دې مهاله يې د کندهار په کچه د ٢٦ تاريخي ځايونو له ډلې ١٢ تاريخي ځايونه په معياري بڼه جوړ کړي او له ګواښونو يې ژغورلي دي.
کندهار مېشتي فرهنګيان د اطلاعاتو او کلتور رياست دغه اقدام ستايي او وايي، چې په دغه راز تاريخي ځايونو کې د تفريحي پارکونو جوړولو ته سخته اړتيا ده.
ليکوال او شاعر عبدالواسع هڅيال پژواک ته وويل، دا چې ميرويس نيکه د هېواد له ملي مشرانو څخه و ، نو ډېر خلک يې مقبرې ته ورځې .
دى وايي، په تاريخي ځايونو کې د تفريحي پارکونو جوړول د سيلانيانو په لا جلبولو کې مهم رول لري.
د ميرويس خان نيکه زيارت د کندهار ښار په لوېديځه څنډه کوکران کې په ١٣١١لمريز کال کې د محمد نادر خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى دى.
حاجي ميرويس خان نيکه د پښتنو هغه مشر و ، چې د خپلې پوره پوهې او تدبير پر بنسټ يې په ١١٢٢هـ ل کال کې افغانستان د صفوي تاړاکګرو له ولکې وويست او افغان ولس يې د ګرګين له ظلمونو او شر څخه خلاص کړ.
هغه د پښتنو د سياسي خپلواکۍ ګټلو په موخه لومړنۍ جرګه د کندهار په مانجه نومې سيمه کې جوړه کړه او په ١١٢٢لمريز کال کې يې پر ګرګين بريد وکړ، هغه يې وواژه او په دې ډول يې د افغانستان لومړۍ سياسي خپلواکي تر لاسه کړه.
حاجي ميرويس خان نيکه هغه مهال د اتو کلونو لپاره د افغانستان مشري په غاړه لرله او په ١١٣٠ هـ ل کال کې تر وفات کېدو وروسته په خپل کلي کوکران کې خاورو ته وسپارل شو .