مزارشريف (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د بلخ چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په تاشقرغان تنګي کې د شمال د لويې لارې په ويجاړه شوې برخه کې د عامو خلکو د تګ راتګ اسانتيا برابره شوې او په نږدې راتلونکي کې به د موټرو موقت لاره هم جوړه شي.
له تېرې يوې اونۍ د بلخ د خلم ولسوالۍ په تاشقرغان تنګي کې د مزار-کابل د لويې لارې نږدې ۱۰۰ متره سړک سېلاب له منځه وړی، چې هره ورځ لسګونه کسان پر غره له ۷ ساعته مزل وروسته د تنګي يوې او بلې خوا ته اوښتل، ځيني د کندوز او بلخ تر منځ د ايرګنک سيمې له خامې لارې لومړۍ کندوز ته ځان رسوي او بيا نورو ولايتونو ته.
خو د بلخ د فوايد عامې رييس نعمت الله نصرت د غويي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد سړک د بيا جوړېدو چارې پيل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې له تېرو ورځو د کار په پايله کې د عامو خلکو لپاره د تګ راتګ کوچنۍ لاره جوړه شوې او د غره له لارې د تګ راتګ ستونزه حل شوې ده.
د هغه په وينا، د پېښې په سيمه کې لا هم د سېلاب د اوبو جريان په بنسټيزه توګه د کار د پيل اجازه نه ورکوي؛ خو دوی هڅې پيل کړې، چې په موقت ډول د موټرو لپاره په نږدې راتلونکي کې لاره برابره کړي.
نصرت وويل، چې د فوايد عامې وزارت له خوا د موقتې لارې د جوړولو لپاره ۳ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي، چې له تېرې ورځې يې لومړنۍ چارې پيل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د باران د شونتيا له امله نه شي ويلی، چې په څومره موده کې به موقته لاره جوړه شي؛ خو که چېرې موسم بيا باراني نه شي نو ممکن د راتلونکې اونۍ په اوږدو کې د موقتې لارې چارې بشپړې شي.
د هغه په وينا، دمګړۍ ځيني موټر د کندوز او بلخ تر منځ د ايرګنک سيمې پر خامه لاره کابل او نورو ولايتونو ته تګ راتګ کوي، چې تر يو ځايه يې ستونزه حل کړې ده.
د يادونې ده، د شمال د لويې لارې د خرابېدو له امله د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار لاره د هېواد له مرکزي ولايتونو سره تړل شوې، چې له امله عامو خلکو ته د ستونزو پيدا کېدو تر څنګ د هېواد په کچه سوداګريزې چارې هم له ټکنيتوب سره مخ شوې دي.
د بلخ د ګمرک مسوولين وايي، چې د شمال د لويې لارې د بندېدو له امله يې د سوداګريزو چارو له ورو والي سره په ورځني عوايدو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی.