لښکرګاه (پژواک ۲۴ غويى ۹۳): د هلمند په سنګين کې د پوليسو د مرموزو وژونو له زياتېدو سره هم مهاله ځايي اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د ناامنيو ډېرېدو اندېښمن کړي دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې ١٢ پوليس په مرموز ډول وژل شوي او د ځايي اوسېدونکو په وينا، امنيتي حالت نور هم د اندېښنې وړ دى.
د يادې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال غلام جان په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل، چې سنګين ته سلګونه وسله وال طالبان له نورو شمالي ولسواليو ورغلي او ورانکاره فعاليتونه يې پيل کړي دي.
د ده په وينا، په ډېرو سيمو کې جګړې پيل شوې، د امنيتي ځواکونو پر مرګ ژوبلې سربېره عامو خلکو ته هم زيانونه اوړي او خلک اړ ايستل کېږي چې سيمه پرېږدي.
دغه راز د همدې شورا يو بل غړى عليشا خان پژواک اژانس ته وويل، د دوى لسګونه کسان له سنګين څخه په همدې په موخه لښکرګاه ته تللي، چې خپل غږ تر چارواکو ورسوي څو د يادو ستونزو مخه ونيسي.
دى زياتوي: ((ځايي خلک بيارغونه، پيسې او نور امتيازات نه غواړي، يواځې د امنيت د ټينګښت غوښتنه لري، څو د تېر کال په څېر بيا د دې سيمې خلک کډوالۍ ته اړ نه شي.))
د ميراجان په نوم د سيمې يوه بل تن پژواک ته وويل، د کجکي له ولسوالۍ تېر کال هم يو شمېر طالبان سنګين ولسوالۍ ته د جګړې لپاره را اوښتي وو او سږ کال هم داسې هڅې روانې دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، ولايتي ادارې د سنګين لپاره ځانګړي پلانونه جوړ كړي، چې په عملي كېدو سره به يې په دې ولسوالۍ كې د ډېرو ستونزو مخنيوى وشي.
ځواک د سنګين د اوسېدونکي هغه اوازي رد کړې چې ګواکې دغه ولسوالۍ د سقوط په حال كې ده خو په يادې ولسوالۍ کې يې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره د هڅو يادونه وکړه.
د يادولو ده چې تېر کال هم پوره شپږ مياشتې پرله پسې په سنګين کې جګړې وشوې چې د چارواکو په وينا تر زرو ډېر طالبان ورته راټول شوي چې پاکستانيان هم په کې شامل وو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP