کندهار )پژواک، ۲۴ غویی ۹۳) :د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر لوجستيکي قرارګاه په ډله ييز بريد کې ٥ ځانمرګي بريد کوونکي او ٣ سرحدي پوليس وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه بريد نن د غويي په ٢٤مه، ماخوستن د ٨:٠٠ بجو په شاوخوا پيل او تر ٩:٣٠ بجو يې دوام وکړ.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليسو پر لوجستيکي قرار ګاه پنځو تنو ځانمرګو بريد کړى و.
هغه زياته کړه، لومړى د قرارګاه په دروازه کې چاودنه وشوه او وروسته د دواړو لورو تر منځ سخته نښته پيل شوه.
د نوموړي په وينا، په دغه ډله ييز بريد کې دوو تنو ځانمرګو ځانونه چوولي او پاتې درې کسان د پوليسو په ډزو وژل شوي دي.
دى وايي، په دغه يو نيم ساعته نښته کې د ٥ ځانمرګو بريد کوونکو تر څنګ ٣ سرحدي پوليس وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
دراني وويل، دا چې د پوليسو په ډزو د وژل شوو ځانمرګو واسکټونه نه دي چاودېدلي، نو ځکه په همدې سيمه کې د پوليسو له خوا چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
بل خوا د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال هم وايي، چې دغه ډله ييز بريد ځاني او مالي زيان اړولى دى.
هغه هم وويل چې په پېښه کې ٥ بريدګر او ٣ سرحدي پوليس وژل شوي او ٥ نور ټبيان شوي دي.
د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دغه ډله ييز بريد کې يې ٣٨ سرتېري وژلي او نښته لا هم روانه ده.
خو چارواکي دغه ادعاوې ردوي او وايي چې جګړه پاى ته رسېدلي او پنځه واړه بريد کوونکي له منځه وړل شوي دي.