کندهار (پژواک، ٢٤ غويى ٩٣): د کندهار چارواکي وايي، په معروف ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې يې د پاکستانيو پوځيانو له خوا د تاسيساتو د جوړولو مخه نيولې، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځيان تر دوه کيلومتره پورې د افغانستان خاورې ته راغلي او د جرونو په وېستلو بوخت دي.
څو ورځې وړاندې، چې له دغې ولسوالۍ څخه د پاکستاني پوځيانو له خوا د تاسيساتو د جوړولو خبرونه ترلاسه شول، چارواکو موضوع تائيد کړه او ويې ويل، چې سيمې ته يو پلاوى لېږي او د پېښې پلټنه کوي.
د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې معروف ولسوالۍ ته د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ تللى پلاوى اوس هم په سيمه کې دى او د پاکستاني پوځيانو له خوا د تاسيساتو د جوړولو مخه يې نيولې ده.
هغه يو ځل بيا دا ادعاوې رد کړې، چې ګواکې پاکستاني پوځيان له ډيورنډ کرښې څخه د افغانستان خاورې ته دوه يا درې کيلومتره ننوتلي دي.
نوموړي زياته کړه: ((سيمې ته د تللي پلاوي د معلوماتو پر بنسټ، پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ کرښې په صفري نقطه کې د تاسيساتو د جوړولو په موخه د يوه جر پر وېستلو کار پيل کړى و، چې اوس يې د سرحدي ځواکونو له خوا د کار مخه نيول شوې ده.))
دى وايي، د نړيوالو اصولو له مخې، يو هېواد له بل هېواد سره آن د غځېدلې رسمي پولې په صفري برخه کې هم د تاسيساتو جوړولو حق نه لري، بلکې له اصلي پولې به يې دوه کيلومتري لېرې جوړوي.
مينه پال وويل، په داسې حال کې چې ډيورنډ کرښه په هيڅ توګه افغان ولس او حکومت ته د منلو نه ده، پاکستان د دغه راز ودانيو يا پوستو جوړولو حق نه لري.
نوموړي خبر ورکړ، چې په معروف ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه نور سرحدي ځواک هم لېږل شوى، که مقابل لورى د قانون او اصولو خلاف يوه کوچنۍ سرغړونه هم وکړي، نو افغان ځواکونو د خپلې لوېشت لوېشت خاورې د دفاع توان لري.
بل خوا د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي د موضوع بنسټيز حل غواړي او ادعا کوي، چې پاکستان دوه کيلومتره وړاندې راغلى او په افغان خاوره کې يې د تاسيساتو د جوړولو په موخه د جر په وېستلو کار پيل کړى دى.
د دغې ولسوالۍ يوه قومي مشر سيد عبدالله افغان پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ستونزه اوسنۍ نه، بلکې لس کاله پخوانۍ ده.
هغه زياته کړه، لس کاله وړاندې چې د طالبانو حکومت سقوط شو، پاکستان په يوه او بله بهانه د معروف ولسوالۍ اړوند د ژيړ کڅ تر سيمې پورې څو کيلومتره رامخکې شو، دوه پوستې يې جوړې کړې، چې د خلکو تر منځ خوشحال تاڼې او دهګاني تاڼې په نومونو مشهورې دي.
د ده په باور، که افغان حکومت هغه مهال د پاکستان د دغې کړنې مخه نيولې واى، نو هېڅکله به يې اوس بيا پر افغان خاوره د تاسيساتو د جوړولو جرات نه واى کړى.
هغه زياته کړه: ((تر دې لا هم دردوونکې خبره دا ده، چې د [ملک او برګېډ] په نومونو د پولې د هغې غاړې دوو اوسېدونکو د افغان ځواکونو د امنيتي پوستو د قوماندانانو په توګه کار کاوه، چې له دې ډلې ملک تېر کال د ماين په چاودنه کې ووژل شو او برګېډ اوس له دندې لېرې شوى دى.))
نوموړى، ټوله ستونزه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د امنيتي پوستو د قوماندانانو ګڼي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د پولې د ساتلو لپاره دې يا ملي اردو سيمې ته ولېږل شي او يا دې داسې سرحدي ځواک ور ولېږل شي، چې د دې سيمې نه، بلکې د نورو سيمو اوسېدونکي وي.
د معروف ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى فيض الله کارګر هم وايي، چې پاکستاني پوځيان په ځينو ساحو کې يو کيلومتره او په ځينو ساحو کې دوه کيلومتره وړاندې راغلي دي.
هغه زياته کړه، اوس مهال چې په دغې ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې کوم تاسيسات جوړېږي، دا د کدني سيند اړوند د کجيرو سيمه ده.
نوموړي د افغانستان له سرحدي ځواکونو وغوښتل، چې د پاکستاني ځواکونو د دغې کړنې مخه ونيسي او که دوى دا کار نه کوي، نو د سيمې اوسېدونکي په خپل ټول توان دې ته چمتو دي، چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي.
معروف ولسوالي د ولايت له مرکز څخه ١٩٠ کيلومتره ليرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه موقعيت لري، دغه ولسوالي له پاکستان سره ١٥٥ کيلومتره ګډه پوله لري، دغه راز دا ولسوالي د زابل ولايت له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده.