هرات-اسعداباد (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د هرات او کونړ ولايتونو د خلکو او چاروکو له خوا مرستې شوې شاوخوا لس ميليونه افغانۍ د غويي په ٢٤مه د بدخشان د ارګو ځپل شوو خلکو ته ولېږل شوې.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې له امله سلګونه خلک مړه او سلګونه نور بې ځايه شوي دي.
تر دې پېښې وروسته د هېواد له بېلا بېلو سيمو د ارګو ولسوالۍ له خلکو سره د مرستو لړۍ پيل شوې چې په ترڅ کې يې د کونړ او هرات ولايتونو د خلکو او مسوولينو له خوا مرسته شوې پيسې هم دې ولسوالۍ ته ولېـږل شوې.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي خبريالانو ته وويل چې د دغه ولايت مسوولينو او عامو خلکو د ارګو د خلکو لپاره شاوخوا ٩ ميليونه افغانۍ مرسته راټوله کړې وه.
هغه زياته کړه، چې تر دې مخکې د دغه ولايت له خوا دوه ميليونه افغانۍ د بېړنيو حالاتو کمېسيون ته سپارل شوې وې .
دى وايي، چې اوس شپږ ميليونه افغانۍ نغدې او د يو ميليون افغانيو په ارزښت خوراکي توکي او جامې هم دغه ولايت ته لېږل شوې دي.
بلخوا د کونړ والي شجاع الملک جلاله د يوه پلاوي په لاس د دغو مرستو د لېږلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د ملکي ادارو مامورينو خپل يوه ورځنی معاش او ولسي خلکو د چندې په توګه مرسته کړې ده.
هغه زياته کړه، چې په ټوليزه توګه دغه مرسته يو ميليون او ٥٨٥ زره افغانۍ دي ، چې د ولايت د مرستيال قاضي محمدنبي احمدي په مشرۍ د يوه پنځه کسيز پلاوي له خوا بدخشان ته ولېږل شول.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي حاجي سيد عظيم پژواک ته وويل چې افغانان ټول سره وروڼه دي او هر يوه بايد د بل پر درد کې شريک شي.
دغه راز په دغه ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا افسرانو، سرتېرو او د دغه ولايت ملي پوليسو هم د بدخشان له خلکو سره مرستې کړې ده.