Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چاودنې د کندوز ښار د دويمې حوزې امر ټپي کړ

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د کندوز ښار د دويمې امنيتي حوزې امر له خپل يوه ساتونکي سره  د چسپکي ماين په چاودنه کې ټپي شو.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبادالله تلوار د دې پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن (د غويي ٢٤مه) شاوخوا ١١ بجې د دغه ښار د خان اباد په ساحه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې پېښه د چسپکي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده، چې د حوزې د امر په رينجر موټر کې ځاى پر ځاى شوى و.

تلوار وويل، ياده چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د کندوز ښار د دويمې امنيتي حوزې امر له کور څخه د دندې پر لور روان و.

سرچينې زياته کړه، چې ټپيان پر وخت روغتون ته رسول شوي، روغتيايي وضعيت يې ښه دى او پوليسو د پېښې د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيولي.

په ورته وخت کې د عزيزالله په نوم يوه ځايي استوګن پژواک ته وويل، کله چې د حوزې د امر موټر له فرعي کوڅې راووت، نو د چاودنې غږ واورېدل شو او د حوزې امر له يوه بل پوليس سره په ټپي حالت کې روغتون ولېږدول شول.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په کندوز کې ياده پېښه په داسې مهال رامنځته کېږي، چې په وروستۍ اونۍ کې په دغه ښار کې د پوليسو پر وسايطو د ماين څلور چاودنې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.