Language

کابل کې د يوه پوځي د وژلو کېدو ترڅنګ دوه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنې د اردو يو منسوب وژلى او دوه ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن سهار (د غويي ٢٤ مه) د کابل ښار د کارته نو سيمې د مارکېټ په ساحه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ياده چاودنه د چسپکي ماين له امله وه، چې ګومان کېږي د ملي اردو په رينجر موټر پسې نښلول شوى و.

ستانکزي وويل، چې په دې پېښه کې د رينجر چلوونکى، چې ملي اردو ته منسوب و؛ وژل شوى او يوه بله ښځه چې د پېښې په ځاى کې له خپل ماشوم سره ولاړه وه، ټپي شوې ده.

سرچينې ياده کړه، چې ټپيان پر وخت روغتون ته رسول شوي او پوليسو د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د دې پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه منسوبين ټپيان دي.

عظيمي د ټپيان روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ وباله.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.