جلال اباد (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د ننګرهار د عدليې رياست چارواکي وايي چې د ډله ييز بريد له امله د ياد رياست ټول اسناد او وسايل له منځه تللي دي.
درې ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د عدليې پر رياست ډله ييز بريد وشو، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس او پنځه عام وګړي ووژل شول او دفتر هم وسوځېد.
د ننګرهار د عدليې رييس محمود خليل د غويي په ٢٥مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دفتر ٩٠ سلنه اسناد ټول سوځېدلي او اوس به بېرته له سره کار پيلوي.
نوموړي وويل چې په رياست کې يواځې د ده او امر دفترونه پاتې دي او پاتې ټول په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
خليل زياته کړه: ((د حقوقو او قضايي ادارې چې مهمې او کارنده ادارې دي، په بشپړ ډول له منځه تللې او ټول اسناد يې د اور خوراک شوي دي.))
د رييس په وينا چې د ياد رياست ودانۍ په ١٣٨٧ کال کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې “يو اېن ډي پي” په مرسته جوړه شوې وه، چې شاوخوا درې سوه زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلى و.
دې وايي چې د جګړې پر مهال له ګازي بمونو هم استفاده شوې، چې له امله يې ودانۍ اور اخيستى او ټول اسناد په کې له منځه تللي دي.
نوموړي زياته کړه: ( د کلونو، کلونو خواري پر اوبو لاهو شوه، شهيدان مې ورکړل، ګل ګل ځوانان يې راته ووژل.))
د عدليې د رييس په خبره، چې په نښته کې د دوى د دفتر شپږ کارکوونکي وژل شوي دي.
دى وايي چې دوه پوليس يو د بټي کوټ ولسوالۍ مامور چې په معاش پسې راغلى و، يو څارنوال چې شاوخوا دېرش کلنه کاري تجربه يې لرله او يو د ماشومانو د څانګې کارکوونکى وژل شوي دي.
محمود خليل زياتوي چې اوس به په يوه کرايي ځاى کې دفتر جوړوي او د عدليې رياست کارونه به له صفر څخه پيلوي.
دى وايي چې له کابل څخه پلاوى ورغلى او ټوله څېړنه يې کړې له دوى سره يې ژمنه کړې چې د ودانۍ په جوړېدو کې به ډېر ژر اقدام وکړي.
نورالله چې د عدليې رياست ختيځ لور ته کور لري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بريد په ورځ په کور کې بند پاتې شوى و.
ده زياته کړه، لومړى ځل يې و، چې داسې سخته جګړه يې وليده.
نورالله وويل: ((د مرميو باران و، زموږ د کور ټولې شيشې په مرميو لګيدلې بس هسې خداى په کې ساتلي يو.))
دى وايي چې د نښتې په ورځ يې ماشومان په ښوونځي کې تر ماسپيښين ناوخته بند پاتې وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP