کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): ټاکل شوې نن له غرمې مخکې (١١بجې) د ټاکنو خپلواک کمېسيون د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.
که څه هم په پام کې وه چې دغه پايلې پرون اعلان شوې واى، خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د شکايتونو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه په څه ځنډ د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپارله.
د ټاکنوخپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياءالحق امرخېل پرون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پرېکړو له ترلاسه کولو سره سم يې کار پيل کړى څو يې پر پايلو تطبيق کړي.
امرخېل وويل چې د ټاکنو کمېسيون وروستۍ پايلې نن (پنجشنبې) له غرمې مخکې په ١١ بجو اعلانوي.
هغه وويل، که چېرې کوم نوماند د برياليتوب ټاکل شوى معيار (١+%٥٠ رايه) پوره نه کړي، نو د ټاکنو کمېسيون به د دويم پړاو ټاکنو د ترسره کېدو نېټه هم اعلان کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې، د غويي مياشتې په ٦مه نېټه اعلان شوې وې.
په لومړيو پايلو کې کوم کانديد په دې نه و توانېد، چې د برياليتوب ټاکل شوى معيار بشپړ کړي.
ډاکټر عبدالله د ٤٤،٩ سلنه رايو او ډاکټر اشرف غني د ٣٢،٥ رايو په ترلاسه کولو سره د لومړني پړاو دوه مخکښ کانديدان اعلان شول.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦ مه ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې اته تنه د ولسمشرۍ څوکۍ او شاوخوا ٢٦٠٠ تنه د ولايتي شوراګانو د څوکيو لپاره سره سيالي کوي.