Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د يوناما د دفتر د هڅو په پايله کې د نورستان د دوو لويو قومونو ترمنځ روغه جوړه وشوه.

 دغه روغه نن (د غويي ٢٥مه) په جلال اباد ښار کې د ملګرو ملتونو د يوناما د دفتر په منځګړتوب د نورستان د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ وشوه.

 د کشتوز قومي مشر ډاکتر غلام حسين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نورستان کې د دوو قومونو کشتوز او کامدېش قومونو تر منځ لسګونه کلونه کېږي شخړه روانه وه او له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 دى وايي چې د يوناما دفتر له لوري دواړه لوري دې ته چمتو شوي چې تر خپل منځ روغه وکړي.

 ده زياته کړه: ((د جرګې لومړى پړاو ترسره شوى او دويم پړاو يې هم ترسره شو او په درېيم پړاو کې به مشکل حل شي.))

 د نوموړي په وينا، د کامدېش او کشتوز په يو شمېر ګډو سيمو کې ماينونه هم ځاى پر ځاى شوي او په کار ده چې ياد ماينونه بېرته لري يا شنډ شي.

 د کامدېش قومي مشر محمدصادق پژواک اژانس ته ويل، د ملي اردو هغه کنډک چې د نورستان لپاره منظور شوى بايد نورستان ته انتقال شي.

 ده زياته کړه چې د قومي شخړو له امله په کامدېش کې ناامني هم رامنځته شوې نو په کار ده چې ملي اردو ځواکونه په يادو سيمو کې ځاى پر ځاى شي.

 نوموړي وويل: ((هغه ځواکونه چې په نورستان کې يې منظوري شوې، بايد خپلو سيمو ته راشي او ناامني له منځه يوسي.))

 دى وايي چې د جرګې په درېيم پړاو کې به وروستۍ پايلې ته ورسېږي او د کامدېش او کشتوز سيمې لسګونه کاله پخوانۍ جګړه به پر سوله بدله شي.

 د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم د جرګې ګډونوالو ته خوښي وښوده چې هغه دوه ډلې نن په يو ټغر ناستې دي کومې چې پخوا د يو بل وينو ته ناستې وې.

 ده زياته کړه: ((د ننګرهار ولايت مقام هر ډول اقدام ته چمتو دى موږ به هڅه کوو چې دا دښمني پر دوستۍ بدله کړو.))

 د جرګې په پاى کې د جرګې له لوري يو لس ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو چې له مخې يې له حکومته په سيمه کې د بيارغنيزو کارونو غوښتنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.