ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: نوماندان دې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلو ته درناوى وکړي

يوناما: نوماندان دې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلو ته درناوى وکړي

author avatar
15 May 2014 - 20:22
يوناما: نوماندان دې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلو ته درناوى وکړي
author avatar
15 May 2014 - 20:22

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) د ټاکنو له وروستيو پايلو څخه د هرکلي ترڅنګ د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو غوښتي، چې دغو پايلو ته درناوى وکړي.

يوناما د يوې اعلاميې په خپرولو سره، هيله څرګنده کړې چې خلک د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې هم ډېر ګډون وکړي.

په دغې اعلاميه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي يان کوبېش له قوله ويل شوي، چې افغانانو د وري د مياشتې د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې څرګنده کړه چې په سوله، عدالت او ثبات کې ژوند کول غواړي، چې نوموړي دا د يوې ډيموکراټيکې لړۍ برياليتوب بللى دى.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون، نن له غرمې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې اعلان کړې او ويې ويل، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند هم نه دى توانېدلى، چې د برياليتوب لپاره ټاکل شوى حد پوره کړي.

ټاکل شوې، چې د دوهم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه د دوه مخکښو نوماندانو ډاکټر عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ تر سره شي.

يان کوبېش، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې په دغه هېواد کې د دې لړۍ ډيموکراټيک پرمختګ بللى او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو يې غوښتي، چې د ټاکنو کميسيون له لوري اعلان شويو پايلو ته درناوى وکړي.

يان کوبېش زياته کړې: “زه د ټاکنو لپاره د ټولو کانديدانو منډې ترړې ستايم. په داسې حال کې، چې د ټاکنو کميسيون له لوري په لومړي پړاو ټاکنو کې هېڅ يو کانديد هم نه دى بريالى شوى، له نوماندانو غواړم چې د دغه کميسيون له لوري اعلان شويو رايو ته درناوى وکړي او دا چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو پايلو ته دې درناوى وکړي او حکومتوالۍ ته دې درناوى وښيي.”

يوناما منلې، چې د افغانستان د ټاکنو دواړو کميسيونونو د رايې ورکونې پروسې د روڼوالي، د رايې شمېرنې او شکايتونو ته د لاسرسي په برخو کې ډېرې هڅې کړې دي.

يان کوبېش، د درغليو د مخنيوي په برخه کې د افغان څارونکو رول د يادونې وړ بللى او ويلي يې دي، چې دوى به په دوهم پړاو ټاکنو کې هم حياتي رول ولوبوي.

په اعلاميه کې راغلي، چې يوناما په افغانستان کې د ثبات او ملي يووالي د ساتنې په موخه د ټاکنو دوهم پړاو ته د تلو پر مهال د ټاکنيزو بنسټونو او نوماندانو تر منځ پر همکارۍ ټينګار کړى دى.

يان کوبېش همدارنګه د ټاکنو له نوماندانو غوښتي، چې دوى له خپلو ملاتړو کوونکو وغواړي، چې په ټاکنو کې د دوى په ګټه له درغلۍ لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندويه پلاوي دفتر ويلي، چې د لومړي پړاو ټاکنو په درغليو کې ښکېل دولتي چارواکي او د ټاکنو کميسيونونو کارکوونکي بايد مسوول وپېژندل شي او د عدلي او جزايي څېړنو لپاره بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.