کندهار ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د کندهار ولايت امنيتي مسوولين وايي چې پاکستاني ځواکونو نن سهار پر معروف ولسوالۍ بريد کړى دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن سهار اوه بجې پيل شوى او اوس هم دوام لري.
هغه زياته کړه، چې پاکستاني ځواکونه له لرې واټن څخه د معروف ولسوالۍ پر سرحدي سيمو او امنيتي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې تر اوسه يو سرحدي پوليس وژل شوى، خو په ځوابي بريد کې تر اوسه د پاکستاني سرتېرو له مرګ ژوبلې خبر نه دي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.