Language

کندهار (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، پاکستان د کندهار په سرحدي ولسوالۍ معروف کې د کيندنو او تاسيساتو په جوړولو سره له درې اړخيز تړونه سرغړونه کړې ده.

نن سهار د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې يو افغان سرتېرى وژل شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت له لوري د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نښته نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالۍ په پېريانو کلي کې شوې ده.

سرچينه زياتوي، د دواړو غاړو تر منځ دغه وسله واله نښته له هغه وروسته رامنځته شوې، چې له څو ورځو را په دېخوا د پاکستان سرحدي ځواکونو غوښتل د ډيورنډ کرښې په هغې غاړه کې د خپلو پوستو د جوړولو لپاره د دوه متره په ژوروالي خندقونه وباسي.

د خبرپاڼې په حواله، د پاکستان سرحدي ځواکونو د افغان سرحدي پوليسو پر اعراض سربېره خپل دغه کار ته دوام ورکاوه چې په پايله کې يې د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې ده.

کورنيو چارو وزارت د پاکستان دغه اقدام يوه څرګنده تېروتنه ګڼلې او ويلي يې دي، چې د دغه هېواد سرحدي ځواک د افغانستان، پاکستان او ناټو د درې اړخيز تړون خلاف عمل کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، د يادو دريو لورو تر منځ د شوي تړون له مخې، هېڅ هېواد حق نه لري، چې د ډيورنډ کرښې د صفري برخې دواړو خواوو ته په څلور کيلومترۍ کې پوستې يا نور تاسيسات جوړ کړي.

د هېواد د کورنيو چارو وزارت دغلته د پاکستان له لوري د خندقونو د جوړولو د مخنيوي غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د پېښې د څېړنې لپاره يې يو پلاوى سيمې ته لېږلى دى.

دې ادارې دغه راز له پاکستان څخه غوښتي چې د دوو هېوادونو تر منځ دې سرحدي قوانين مراعات کړي.

د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې د يادې موضوع په اړه غبرګون ښيي چې له تېرو څو ورځو راهيسې له معروف ولسوالۍ څخه د پاکستان له خوا د معروف ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې د تاسيساتو د جوړولو خبرونه ترلاسه کېدل.

د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله وال بريد لومړى د پاکستاني ځواکونو له خوا پيل شو، چې د سرحدي ځواکونو له خوا ورسره مقاومت پيل شو.

هغه زياته کړه، پاکستاني ځواکونو له لرې واټن څخه د معروف ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې چې په پايله کې يې د ظابط ابراهيم په نوم يو سرحدي سرتېرى وژل شوى دى.

دى وايي، اوسمهال جنګ درېدلى، خو لا هم سرحدي ځواکونه د تيارسۍ په حال کې دي.

د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال هم د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې د يوه سرحدي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني ځواکونو تېره شپه درې ځلې په معروف ولسوالۍ کې پر افغان سرحدي سيمو او امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې افغان ځواکونه هم جګړې ته اړ شول.

دى هم وايي چې دا مهال جګړه درېدلې ده.

معروف ولسوالي د ولايت له مرکزه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

د دې ولسوالۍ ١٥٥ کيلومتره خاوره له ډيورنډ کرښې سره نښتې ده، دغه راز دا ولسوالي د زابل ولايت له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم پولې لري.

 

Related Topics