Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار (پژواک،٢٦مه غويي،٩٢): د ننگرهار چارواکي وايي، په غني خيلو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې په پايله کې د نهو ماشومانو په ګډون ٢٧ تنه ټپيان شوي او يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

د غني خېلو ولسوال معلم معشوق وايي، چې چاودنه نن سهار نهه نيمې بجې په شېرګړ کلي کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې شوې ده.

معلم معشوق، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې بريد کې دوه پوليس او ٢٧ ملکي کسان ټپيان شوي دي او يو تن وژل شوى دى.

هغه وويل تر اوسه څرګنده نه ده چې چاودنه د لاسي بم له امله رامنځ شوې، که په سيمه کې ماين پخوا ښخ شوى وو.

خو د پيښې په سيمه کې عيني شاهدان وايي، يوه وسلوال چې په موټر سايکل سپور وو، د خلکو د ګڼې ګوڼې پر لور لاسي بم غورځولى دى.

تر اوسه د بريد انګېزه څرګنده نه ده او نه يې هم چا مسووليت منلى دى.

دغني خيلو د روغتون امر ډاکتر رحمان ګل وويل، چې د پيښې له سيمې څخه يو جسد او  ٢٧ تنه ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي، چې د درملنې لاندې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې نهه ماشومان هم شته.

د روغتون امر د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه، چې په دې اړه به وروسته معلومه شي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.