کابل (پژواک، ٢٦غويى٩٣): د پېښور د پاچا خان پوهنتون رهبرۍ پلاوي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د هغه د غوره خدمتونو له امله د ستاینې لوحه ورکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ستاينې دغه لوحه نن په ارګ کې د جوړې شوې غونډې پرمهال د پاچا خان پوهنتون د رييس مرستيال ډاکټر فضل الرحيم مروت لخوا ولسمشر کرزي ته ورکړل شوه.
خبرپاڼه زياتوي چې په دغو مراسمو کې ډاکټر مروت په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې د ولسمشر کرزي د غوره خدمتونو یادونه وکړه او د هغه د دغو خدمتونو د قدردانۍ په خاطر یې ورته د پاچا خان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، استادانو او محصلینو په استازیتوب د ستاینې لوحه ورکړه.
مروت وویل: “زه د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي څخه منندوی یم چې د پاچاخان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي دغه یادګاري ډالۍ یې په خوښۍ سره ومنله.”
د یادونې وړ ده چې د پاچا خان د پوهنتون مرستيال رييس ډاکتر فضل الرحیم مروټ او د ده ملګری پلاوی د پښتو ژبې د ستر شاعر عبدالغني خان د زیږیدنې د سلمې کالیزې د نمانځنې په دوه ورځني علمي سیمینار کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن