Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان (پژواک،٢٦مه٩٣): د پروان امنيتي چارواکي وايي چې د ملي دفاع وزارت د لومړى مرستيال يو ساتونکى تېره شپه د خپل کور ترڅنګ د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو وژل شوى دى، خو ده هم په متقابلو ډزو کې دوه بريدګر وژلي.

د پروان امنيه قومندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وايي، د عنايت الله نظري ساتونکى عبدالحى نومېده، چې د جمعې په شپه ١١ بجې غوښتل د ځان لپاره له درملتون څخه درمل واخلي، چې د خپل کور په ٢٠٠ مترۍ کې پرې د څلورو وسلوالو لخوا ډزې وشوې.

ضيايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عبدالحى وژل شوى خو دده له لوري په ځوابي ډزو کې دوه تنه وسله وال هم وژل شوي او دوه نور په ټپي حالت کې په تيښته بريالي شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې دغه ساتونکى، چې د جبل السراج ولسوالۍ په قلعه صحرا کلي کې اوسيده.

د پروان امنيي قومندان وايي ددوى څېړنو بريد کوونکي د دولت وسله وال مخالفين پېژندلي دي.

امنيه قوماندان وايي چې دوى د پيښې سيمه کلابند کړې ده، ترڅو تښتېدونکي وسلوال ونيسي.

د سيمې يوه اوسيدونکي سيدمحمود پژواک ته وويل، چې عبدالحى له چا سره شخصي دښمني نه لرله.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.