Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په هلمند کې ۱۴۰۰ تنو درې مياشتنۍ پوځي زده کړې بشپړې کړې

لښکرګاه (پژواک ۲۶غويي ۹۳) د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې، ١٤٠٠ تنه تر درې مياشتنيو پوځي زده کړو ترلاسه کولو وروسته د ۲۱۵ میوند قول اردو اړوند روزنيز مرکز څخه فارغ شول.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان، تورن جنرال ارکان حرب سيد ملک، د ګرشک ولسوالۍ په شوراب پوځي اډه کې د فراغت په وياړ په جوړه شوې غونډه کې وويل  فارغ شوي سرتېري به د همدې قول اردو په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

سيد ملک وويل چې دغو سرتېرو ته چې د هېواد د مختلفو ولايتونو اوسېدونکي دي، د افغان ښوونکو لخوا د بیلابیلو پوځي مهارتونو ترڅنګ د مخابرې او نورو تخنيکي برخو کې زده کړې ورښودل شوي دي.

دغه راز د هلمند دملي امنیت مشر تورن جنرال محمد نعیم مومن همدې محفل ته د خبرو په ترڅ کې وويل چې افغان سرتېري اوس دا پياوړتيا لري چې په هر ډول حالتونو کې دنده ترسره کړي.

مومن زياتوي چې روزل شويو سرتیرو ته به ددوندو پرمهال هم  روزنيز پرورګرامونه جوړ شي ترڅو يې وړتياوې په تدريج سره لوړې شي.

هلمند کې د ملي اردو روزنيز مرکز شا او خوا درې کاله وړاندي جوړ شوی چې د چارواکو په وینا تردې مهاله يې دهیواد دنورو قول اردو ګانو ترڅنګ ۱۵ زره سرتیري روزلي دي.

 

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.