کندهار ( پژواک، ۲۶ غویی ۹۳ ) : په کندهار ښار کې له تېرې شپې راهيسې توند باد او باران پيل شوى، چې له امله يې په بېلابېلو سيمو کې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
دغه اورښت چې توند باد هم ورسره ملګرى و، تېره شپه يوولس بجې پيل او تر سهاره يې دوام وکړ.
د کندهار ولايت له پېښو سره د چمتووالي ادارې رئيس محمد هاشم سدوزي د غویی په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډېر زيانونه د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې اوښتي دي.
هغه زياته کړه، د يادې شوې ناحيې اړوند د سيمانو پُل په سيمه کې ٣ کورونه نړېدلي چې له امله يې يو ماشوم مړ او دوه تنه ټپيان شوي، دغه راز د همدې ناحيې د برېښناکوټ په سيمه کې يو دوکان نړېدلى چې پکې د دوو کوچنيانو په ګډون ٣ تنه ټپيان شوي دي.
دى وايي، د دې تر څنګ د کندهار ښار د حکيم اډې، کوتل مرچې او ملالۍ کلينک په سيمو کې ٣٤ کورونه او ٣ دوکانونه نړېدلي او دغه راز ٧ نور کورونه د راغليو اوبو له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
سدوزي وويل، د نهمې امنيتي حوزې د اوولسم ماموريت په ساحه کې ١٢ کورونه او يو جومات، د نجيب نمرو په ساحه کې ٣ کورونه او ٦ دوکانونه او د همدې سيمو په بېلابېلو نورو ساحو کې ٩ کورونه او يو جومات نړېدلي دي.
هغه د دې تر څنګ د کندهار ښار د درېيمې ناحيې په بالاکرز سيمه کې د ٤ کورونو، په حاجي عرب سيمه کې د ٣ کورونو او د دويمې ناحيې د يخ کارېز په سيمه کې د ٢٥ کورونو د نړېدو خبر ورکړ.
د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د درنو ځاني او مالي زيانونو خبر ورکړل شوى او ويلي يې دي چې د پېښو ټپيان يې د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ښاروالۍ، ملي پوليسو، عامه نظم پوليسو، له پېښو سره د چمتووالي رياست، ملي اردو او عامو خلکو له لوري له زيانمنو سره مرسته شوې تر څو د لا زياتو مالي او ځاني زيانونو مخه ونيول شي.
سرچينه وايي، تر اورښتونو وروسته د سرې مياشتي رياست له خوا په بېړني ډول له زيانمنو سره د يو شمېر لازمو مرستو لړۍ پيل شوې، چي پکې خېمې، کمپلې او د اړتيا وړ نور توکي شامل دي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وايي، چې امنيتي ځواکونو د خلکو په مرسته وکولاى شواى د توند باد او اورښت پر مهال له زيانمنو کورونو څخه مېرمنې او ماشومان روغ را وباسي او د لا زياتو مالي او ځاني زيانونو مخنيوى وکړي.
هغه وويل که د کندهار ښار اوسېدونکو د ښاروالۍ له ماسټر پلان سره سم ودانۍ جوړولاى او کثافات يې په لارو او کوڅو کې نه غورځولاى، نو د اوبو د وتلو لارې به نه بندېداى او دومره زيان به نه اوښت.
بل خوا د کندهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير احمد شاه روشن وايي، چې دغه راز موسمي توند بارانونه او توپاني باد کروندو او باغونو ته هم زيان اړوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دا چې اوس د ځينو مېوو د پخېدو وخت دى، کېداى شي د تېرې شپې توند باد او باران په ولسواليو کې کروندګرو او باغ لرونکو ته ډېر زيان اړولى وي، خو تر اوسه يې دقيقه شمېره معلومه نه ده.