مزارشريف ( پژواک، ٢٧ غويى ٩٣ ) : د جيش المسلين ډلې پخواني مشر د جګړې له ښکېلو خواوو څخه وغوښتل، چې د سولې د هڅو ملاتړ وکړي .
په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د جيش المسلمين پخواني مشر او د راه نجات په نامه د يوې ډلې اوسني مشر سيد اکبر اغا د غويي په ۲۷مه، په مزارشريف ښار کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوی نه سياسي ګوند دی او نه هم سياسي جريان، خو په هېواد کې د سولې راوستو لپاره هڅې کوي.
نوموړي، چې افغانستان يې د بهرنيو ځواکونو له خوا اشغال شوی هېواد وباله زياته کړه، چې دوی د راه نجات په نامه عمومي شورا رامنځ ته کړې، چې هڅې کوي، د افغانستان ټولې خواوې پکې برخه ولري.
نوموړي زياته کړه، چې د يادې شورا ستر کارونه به په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره هڅې وي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې د بهرنيانو شتون او د سولې پر وړاندې د شته دولت کمزوری دريځ د روانې جګړې دوه ستر لاملونه دي.
سيدا اکبر اغا وويل، کله چې دغه دوه لاملونه له منځه لاړ شي، نو بيا چاته د جګړې کولو جواز نه پاتې کېږي او جګړه په خپله درېږي.
نوموړي زياته کړه، چې لا هم په افغانستان کې داسې دولت نه دی راغلی، چې وسله وال مخالفين پخلا کړای شي او هغوی د سولې له لارې د ټوپک ايښودو ته تشويق کړي.
هغه د سولې د عالي شورا روانې هڅې هم بې ګټې وبللې، زياته يې کړه، چې تر دې دمه دغه شورا کومه ځانګړې لاس ته راوړنه نه لري.
خو د سولې عالي شورا وايي، چې دوى وسله والو مخالفينو سره د سولې ډېرې هڅې کړي او سلګونه وسله وال ددوى د هڅو په پايله کې له دولت سره يو ځاى شوي دي.
د راه نجات ډلې مشر سيد اکبراغاد خبري ناستې په پای کې د جنګ په ښکېلو ډلو غږ وکړ، چې له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې لپاره هڅې وکړي.