Language

دوو مخکښو کانديدانو د ټاکنوکمېسيون سره مشورتي غونډه وکړه

کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٣ ) : د ولسمشرۍ دوو مخکښو کانديدانو د ټاکنو خپلواک کمېسيون له چارواکو سره ددويم پړاو ټاکنو په اړه مشورتي غونډه وکړه.

د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون ددارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل د غويي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا غونډه د کمېسيون په وړانديز جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې د ولسمشرۍ ددويم پړاو ټاکنو کانديدانو ډاکـټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي،د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني او د دغه کمېسيون  يو شمېر نورو غړيو برخه اخيستې وه.

د امرخېل په وينا، دواړو کانديدانو په دې غونډه کې ددويم پړاو ټاکنو په اړه خپل  وړانديزونه د کمېسيون چارواکو ته وړاندې کړل.

ده وويل، چې دغه راز دغو کانديدانو ددويم پړاو ټاکنو په اړه خپلې اندېښنې هم شريکې کړې،  چې دکمېسيون د مشرانو له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول،چې دکانديدانو د قناعت وړ وګرځېدل.

د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون ددارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل زياتوي، چې دواړو کانديدانو د دويم پړاو ټاکنو پر مهال د زياتو شويو محلاتو د لېست غوښتنه وکړه، څو دوى وکولى شي دغو محلاتو لپاره ناظرين وټاکي.

د هغه په وينا، کانديدانو دغه راز د ناظرينو د زياتو کارتونو د ورکړې غوښتنه هم وکړه، چې مثبت ځواب ورکړل شو.

امرخېل وايي،د کانديدانو ټولې هغه غوښتنې او وړانديزونه منل کېږي، چې د قانون په چوکاټ او اصولو سره سم وي.

ده زياته کړه، چې دا ډول غونډې به دوام وکړي.

د يادونې ده ، چې د ١٣٩٣ لمريزکال د وري د ١٦مې په ټولټاکنو کې هېڅ يو کانديد ونه شواى  کړاى ، چې ٥٠ جمع  يو سلنه رايې ترلاسه کړي او دغه راز ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې.

په دويم پړاو کې به د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ سيالي کيږي .