Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اليشنګ سند مهار شو

جلال اباد (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه سيند ، چې ترې د اوبو اوښتو ګواښ يې و او زرګونه کورنۍ او کرنيزې ځمکې ترې زيانمنېدې، کنټرول شوى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې څو اونۍ وړاندې د لغمان د اليشنګ سيند د اوبو د ډېروالي له امله يو شمېر سيمې د اوبو د وړلو له ګواښ سره مخ وې.

دى وايي چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په مشرۍ يو شمېر نورو رياستونو ګډه کمېټه جوړه کړې وه، چې په پايله کې يې د پنځلس ورځو په جريان کې وکولى شول د ياد سيند هغه برخه چې د له منځه تلو په حال کې وه، بېرته ورغوي.

دى وايي، چې که د اليشنګ تر سند اوبه اوښتې واى، نو شاوخوا شل زره کورنۍ او پنځوس زره جريبه ځمکه به له منځه تللي وو.

ځواک زياته کړه: ((د تومان بند او عمرزيو په سيمه کې د سيند دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کارګرانو او نورو تخنيکي وسايلو کار کړى او سيند مهار شوى دى.))

د نوموړي په وينا، تر اوسه پر ياد سيند شاوخوا ٨٠٠ زره افغانۍ لګښت راغلى او د سيند اوبه په نسبي ډول مهار شوې دي.

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې ذوفنون ساپۍ هم وايي، چې د ولايتي ادارې له لوري د اليشنګ سيند په نسبي ډول مهار شوى، خو د بيا طغياني کېدو وېره يې شته.

نوموړې زياته کړه: ((اوس خو دواړو غاړو ته يواځې شګې او خاورې ورته اچول شوي، مګر دا کافي نه دي.))

ساپۍ زياتوي، چې که اوبه را ډېرې شي، نو بيا هم د بند د وړلو وېره شته او بايد په دې برخه کې اساسي کار ترسره شي.

د ولسي جرګې د غړې په وينا، چې ټول اړوند وزارتونه بايد په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او دواړو غاړو ته دې استنادي پاخه دېوالونه جوړ کړل شي.

د عمرزيو اوسېدونکى قاري ناصر پژواک اژانس ته وويل، که څه هم د ولايت مقام له لوري د سيند د مهارولو په برخه کې جدي اقدام وکړ ، خو په کار ده چې د اليشنګ د سيند د مهارولو لپاره بنسټيز کار وشي.

نوموړي وويل، چې که حکومت غواړي په راتلونکي کې هم ولسونه د يادو اوبو له ګواښه خلاصې کړي، نو په کار ده چې په ياده سيمه کې نږدې ۱۰۰۰ متره استنادي دېوال او د دايمي حل لپاره يې د تنګي دولت شاه او وطن ګټو د بندونه جوړ کړل شي.

ياده دې وي، له ۱۳۸۹ کال راهيسې د اليشنګ سيند د خپل مسير په اوږدو کې د عمرزيو لور ته تر دې دمه څلور لوی کلي (بيله مذکوره، بيله سنګکش، بيله ډيوه او بيله موسی خيل) په بشپړه توګه له منځه وړي او يو شمېر نور کلي دا مهال له جدي ګواښ سره مخ دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.