مزارشريف-لښکرګاه (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د بلخ او هلمند په ولايتونو کې د پاکستان د وروستيو بريدونو او ډيورنډ کرښې ته څېرمه د تاسيساتو د جوړولو پر وړاندې غبرګون وښودل شو.
دغه غبرګون د ويښ ځوانانو د غورځنګ په مشرۍ د يو شمېر مدني ټولنو له خوا نن (د غويي ۲۷مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې ښکاره شو.
په شمال زون کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ مشر ذبيح الله احساس د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې پاکستان له تېرو څو کلونو د ډيورنډ کرښې د رسمي کېدو لپاره هڅې کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر افغاني پوستو د پاکستاني ځواکونو بريد او همدا راز د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم د تېرولو موضوع د پاکستان د ياد سياست يوه برخه ده.
هغه له افغان دولته غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د دې ډول اقداماتو مخه ونيسي.
احساس وويل: ((موږ ټول پر دې پوهېږو، چې ډيورنډ کرښه هېڅ ډول رسمي بڼه نه لري، دا يوه تپل شوې کرښه ده، تر اوسه هېڅ افغان دولت پر رسميت نه ده پېژندلې، نو اوس چې په افغانستان کې د ټاکنو بهير دی او دولت په دې برخه کې مصروف دی، پاکستان د دې ډول کړنو په ترسره کولو سره غواړي پر افغان دولت فشار راوړي.))
د هغه په وينا، پاکستان پوهېږي چې په افغانستان کې د يوه قوي دولت په منځته راتلو، افغانان خپل هغه حق بېرته غواړي، چې اوس يې هغوی خوري.
د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړي ډاکټر غلام رسول ملکزي په تېرو کلونو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت دريځ وستايه او زياته يې کړه، چې ولسمشر حامد کرزي څو څو ځلې په مستقيم او غير مستقيم ډول ډيورنډ کرښه غير قانوني بللې ده.
ملکزي د افغان ځواکونو هڅو ته په اشارې وويل، چې دغو ځواکونو د پاکستاني عسکرو حملې ته په مېړانې ځواب ورکړ او د هغوی د وړاندې راتګ مخنيوی يې وکړ.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: ((که پاکستان غواړي په دې ډول کړنو سره ډيورنډ ته رسمي بڼه ورکړي، نو خپل دا خوب دې اوبو ته ووايي، د دې کرښې په اړه به ولسونه پرېکړه کوي، نه حکومتونه.))
د يادونې ده، درې ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر افغان خاوره بريد وکړ، چې له امله يې د دواړو هېوادونو تر منځ څو ساعته جګړه رامنځته شوه.
تر دې مخکې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم پاکستان د تاسيساتو جوړولو هڅه کړې وه، چې په رامنځته شوې نښته کې يو سرحدي پوليس وژل شوى و.
د يو بل خبر له مخې، نن د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې لسګونو ځوانانو د کندهار معروف ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د پاکستان له خوا د تاسيساتو جوړولو پر ضد لاريون وکړ.
په دغه لاريون کې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو غړو او زده کوونکو برخه اخيستې وه او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول.
د ودان افغانستان ګوند غړي رحيم شيدا پژواک اژانس ته وويل چې دوى چمتو دي له هېواد څخه د دفاع په موخه معروف ولسوالۍ ته ولاړ شي.
د ځوانانو له ډلې اقبال حيدر وويل چې دوى به د خپل سر په بدل کې له هېواد څخه دفاع کوي.
هغه د پاکستان غندنه وکړه، چې په افغانستان کې د نا امنيو پيدا کولو ترڅنګ اوس غواړي سرحدي ستونزې پيدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP