مزارشريف (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د بلخ امنيه قوماندان د وسله والو مخالفينو د خيبر په نوم د پيل شوو عملياتو په غبرګون کې ويلي، چې هغوى د ملي پروسې د ګډوډولو توان نه لري.
امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي د غويي په ۲۷مه په يوې خبري ناسته کې وويل، چې وسله والو طالبانو د دويم پړاو ټاکنو ګډوډېدو لپاره هم پوره هڅې وکړې، خو څه يې ترلاسه نه کړل.
رحيمي په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو له خوا د خيبر په نوم د پيل شوو عملياتو په اړه وويل: ((چې اختر تېر شي، نکريزې پر دېوال وتپه.))
د نوموړي په وينا، د وسله والو طالبانو د خيبر په نوم عمليات داسې معنا لري؛ لکه له اختره وروسته نکريزې، چې هېڅ ګټه نه لري.
د هغه په وينا، وسله والو مخالفينو له تېرو څو کلونو هڅه کوله، چې د افغانستان د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړ کړي او افغانان په ټاکنو کې له برخې اخيستو ووېروي؛ خو پاتې راغلل.
رحيمي وويل، چې وسله والو طالبانو اوس د افغانانو د ملي پروسې د ګډوېدو وس بايللی دی.
نوموړي زياته کړه، چې دوی په ټول شمال کې د ټاکنو د دويم پړوا د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالی لري او عام خلک چمتو دي، چې هم په ټاکنو کې برخه واخلي او هم د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه، چې د شمال په ځينو ولايتونو فارياب، بدخشان، کندوز او بغلان کې دمګړۍ د افغان ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات پيل شوي او دښمن ته وخت نه دی ورکړل شوی، چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
امنيه قوماندان په دې خبري غونډه کې دغه راز وويل چې په بېلابېلو پېښو کې يې د شرابو يوه فابريکه له منځه وړې ده.
پاسوال عبدالرحمان رحيمي وويل چې د انسان تښتونې د يوې پېښې د شنډېدو تر څنګ يې د انسان تښتوونکو يوه ډله يې هم نيولې ده.
نوموړي زياته کړه، چې څو ورځې وړاندې د محسن په نوم يو ځوان له مزارشريف ښار څخه وتښتول شو او په دهدادي ولسوالۍ کې په يوه باغ کې ساتل کېده.
د هغه په وينا، دوی وتوانېدل چې تښتول شوی ځوان وژغوري او انسان تښتوونکي هم ونيسي.
تښتول شوی ځوان، د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل محسن پژواک اژانس ته وويل: ((اختطاف کوونکو زما د خوشې کېدو په بدل کې زما له کورنۍ د يو ميليون ډالرو غوښتنه کوله، چې کورنۍ مې نه لرلې.))
نوموړي زياته کړه، پرته له دې چې کورنۍ يې پيسې ورکړي، امنيتي مسوولينو وکړای شول، چې دی د هغوى له بنده راخوشى کړي.
امنيه قوماندان په مزارشريف ښار کې د شراب جوړولو د يوې فابريکې د کشف او د له منځه وړو خبر هم ورکړ.
نوموړي زياته کړه، د خدای مراد په نوم يو کس، چې په خپل کور کې يې د شراب جوړولو ماشين لګولی و، ونيول شو او د شراب جوړولو ماشين يې ور مات کړ.
همداراز د بلخ امنيه قوماندان وويل، چې د يوې بلې پېښې په ترڅ کې څلور کسان د لارۍ موټر د يوه چلوونکي د وژنې په تور نيول شوي دي.
د بلخ امنيه قوماندان رحيمي د مشعل په نوم د خصوصي ښوونځي د مدير د وژنې په تور د همدغه ښوونځي د ساتونکي د نيولو خبر هم ورکړ.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ساتونکي له نيول کېدو وروسته په لومړنيو څېړنو کې منلې، چې د مشعل ښوونځي مدير يې د چاقو په واسطه وژلی دی.