کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): يوه هندۍ موسسه د افغانستان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو له وزارت سره په تفاهم د زرو افغان معلولينو لپاره مصنوعي پښې جوړوي.
د دې طرحې د اجرا کولو هوکړه ليک د شنبې په ورځ د کار، ټولنيزو، چارو، شهيدانو او معلولينو د وزيرې او د JAIPUR FOOT موسسې د رييس تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
په ورته وخت کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې امنې افضلي خبريالانو ته وويل، دغه هندي بنسټ منلې، چې دا طرحه په وړيا ډول عملي کړي.
د ده په خبره، هغه معلولين چې خپله يوه يا دوې پښې يې د جګړې، د سړک غاړې ماينونو، ترهګريزو بريدونو او پوليو ناروغيو کې له لاسه ورکړې، د دې موسسې تر پوښښ لاندې راځي.
مېرمن افضلي وويل، دا هندي موسسه د دې پروژې د مخته وړلو سربېره په يوه مياشت کې په کابل کې د معلولينو د انسټيټيوټ کارکوونکي د کاري ظرفيتونو لوړولو په برخه کې روزي.
په ورته وخت کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د هندوستان له دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې د دغه هېواد ملاتړ او همکارۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لازيات ټينګښت سبب وګرځي او معلولين ترې ګټه واخلي.
په کابل کې د هندوستان سفير امرسينها هم وويل، چې دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو مرستو دوام ته ژمن دى.
د JAIPUR FOOT موسسې رييس ډاکټر مهتا هم وويل، چې دغه شمېر افغانانو ته به د مصنوعي پښو په چمتو کولو سره د دغه قشر ستونزې تر يوې کچې حل شي، په تګ راتګ، لمانځه او نورو کارونو کې به ورته اسانتياوې رامنځته شي.
د نوموړي يادونه وکړه، چې دا موسسه په هندوستان کې هم معلولينو ته مصنوعي پښې چمتو کوي او تر اوسه يې د نړۍ په کچه يو ميليون او ٣٠٠ زره کسانو ته مصنوعي پښې جوړې کړې دي.
جمال چې خپلې دواړې پښې يې د روسانو د يرغل پر مهال له لاسه ورکړې وايي، چې په ګرځېدو کې زياتې ستونزې لري او ډېرى خلک هم د معلولينو ستونزو ته پاملرنه نه کوي.
هغه زياته کړه، خوښ دى چې د هندوستان له خوا ورته د مصنوعي پښو د ترلاسه کولو مرسته او زمينه برابره شوې او له دولت يې غوښتنه دا ده، چې ټولو معلولينو ته د دا ډول پښو ترلاسه کولو اسانتيا برابره کړي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه ٨٠٠ زره معلولين شته ، چې له دې ډلې يې له لسو زرو څخه زيات جنګي معلولين دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP