اسعداباد (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): په کونړ ولايت کې د لسګونو زرو کسانو په ګډون د تبليغيانو کلنۍ غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې پر دعا پاى ته ورسېده.
د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې د تبليغيانو د مرکز يوه غړي اميرسليم ملنګ د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سږني کلنۍ اجتماع کې له ګاونډي هېواد پاکستان او د افغانستان له ټولو برخو شاوخوا يونيم سل زره کسانو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه چې دې غونډې درې ورځې دوام درلود او نن سهار په ټوليزه دعا سره پاى ته ورسېده.
د دې غونډې په پاى کې د هېواد ابادۍ او سوکالۍ، پرمختګ او سولې لپاره دعا وشوه.
تبليغيانو په خپلې دعا کې وويل: ((هر هغه څوک چې د دغه هېواد د بربادۍ او ګډوډۍ لپاره هڅې کوي، الله دې ترې د ځمکې مخ خالي کړي او د قيامت په ورځ دې الله تعالى وشرموي.))
سليم ملنګ وايي چې له دې غوندې د اوو مياشتو، څلورو مياشتو او ٤٠ ورځو تبليغ لپاره ٤٧ ډلې ووتل، چې له هېواده بهر او د هېواد دننه بېلابېلو سيمو ته به سفرونه کوي.
د هغه په وينا، تبليغيان به خلکو ته د اسلام او شريعت په اړه معلومات ورکوي او هغوى نېکې لارې ته رابولي.
د دې غونډې يوه ګډونوال د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد انور پژواک اژانس ته وويل چې د کونړ خلکو د دې غونډې لپاره ښه تيارى نيولى و او دوى له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه شول.
د يادونې ده، د کونړ ترڅنګ به له دې وروسته په خوست، کابل، هلمند، غزني او ننګرهار ولايتونو کې هم د تبليغيانو کلنۍ غونډې ترسره کېږي.