کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې تر سرحدي شخړې وروسته د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو ګډه درې اړخيزه امنيتي غونډه په کابل کې جوړېږي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي وايي چې دا غونډه به د دوشنبې په ورځ د غويي په ٢٩مه په کابل کې جوړه شي.
هغه زياته کړې، چې په غونډه کې د ګډون په موخه د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحل شريف سبا کابل ته راځي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې په غونډه کې به د ناټو لوى قوماندان او د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز او نور پوځي چارواکي هم ګډون ولري.
د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې د دريو واړو لورو ترمنځ د درې اړخيز امنيتي کمېسيون غونډې جوړېږي چې په کې پر سرحدي ستونزو او همکاريو خبرې کېږي.
خو دغه ځل غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ډيورنډ پولې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې يو افغان سرتېرى هم وژل شوى دى.
پاکستان غوښتل چې له صفري نقطې سره تاسيسات جوړ کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د پاکستان دغه کار د درې اړخيز کمېسيون له تړونونو ښکاره سرغړونه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP