مزارشريف ( پژواک، ٢٨ غويى ٩٣ ) : د بلخ ولايت ځينې ديني عالمان وايي، چې په راتلونکي حکومت کې بايد ديني عالمانو ته بنسټيز رول ورکړل شي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۲۸مه، د ژوند لپاره سوله او عدالت تر سرليک لاندې د ((فعالان مدني برای توسعه پايدار)) موسسې له خوا غونډه تر سره شوه، چې د مدني ټولنو غړيو، ښځينه محصلينو او ديني عالمانو پکې برخه اخيستې وه.
د يادې موسسې مسوول محمد عظيم رسالت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه موسسه د سولې په برخه کې کار کوي او نننۍ ناسته يې هم د سولې د لارو چارو د لټولو لپاره جوړه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د يادې غونډې ډېری ګډنوال د بلخ ولايت ديني عالمان دي، چې په هېواد کې د سولې روان بهير باندې به بحث کوي.
د بلخ د ديني عالمانو د شورا غړي احمد ظاهر حسيني وويل، چې ياده غونډه د سولې او عدالت ته د رسېدو لپاره د ديني عالمانو د رول په اړه جوړه شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې سوله د اسلام په دين کې مهم ځای لري او همدا ده، چې په دې برخه کې د ټولنې له بل هر قشر څخه ديني عالمان ښه رول لوبولی شي.
د هغه په وينا، ديني عالمان په حکومتي چارو کې بنسټيز رول درلودلی شي، چې تر دې دمه ورته نه دی ورکړل شوی.
حسيني وويل، چې د اوسني حکومت يوه له سترو نيمګړتياوو دا وه، چې ديني عالمانو پکې بنسټيز رول نه درلود.
نوموړي زياته کړه: ((موږ په دې هيله من يو، چې د هېواد د پرمختګ او د شته مشکلاتو د حل په موخه راتلونکي حکومت کې ديني عالمان بنسټيز رول ولري.))
د هغه په وينا، په اوسني حکومت کې ديني عالمان يواځې تر رسنيو پورې رالنډ و، چې تبليغاتي بڼه يې لرله، بايد اساسي دندې يې لرلی، چې ورسره نه وې.
د بلخ ولايت د ديني عالمانو د شورا غړي غلام جيلاني وويل، تر کومې کچې چې افغان ټولنه سولې ته اړتيا لري، هغومره کار ورته نه دی شوی.
نوموړي زياته کړه، چې سولې ته اړتيا شته؛ خو سوله په خپل سر نه راځي، بلکې کار ورته پکار دی.
د هغه په وينا، تر کومې، چې په افغانستان کې عدالت، ښه حکومتداري او د قانون حاکميت پلی شوی نه وي، د سولې راتګ ناشونی دی.
جيلاني وويل، چې اوسني حکومت يواځې د سولې لپاره شعاري کار کړی ، د سولې د راتګ لپاره يې اساسي ګامونه نه دي اخيستي.