Language

د کندهار ځانمرګى بريد مرګ ژوبله نه لري

کندهار (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): په کندهار ښار کې د ملي امنيت پر رياست د ځانمرګي بريد هڅه ناکامه شوه او بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې، خو کومه مرګ ژوبله نه لري.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر سرپرست مسوول دواخان مينه پال د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې يوه ځانمرګي بريدګر د ملي امنيت ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله، خو د موظفينو له خوا تر پېژندلو وروسته تر تعقيب لاندې راغى او بيا نږدې د افغان–ترک لېسې ته دننه شو.

د مينه پال وينا، بريدګر وروسته له يادې ودانۍ وتلى او په يوه کوڅه کې يې ځان ته چاودنه ورکړې، خپله ځانمرګى وژل شوى خو بل چا ته يې زيان نه دى اړولى.

عيني شاهدان وايي چې تر چاودنې وروسته سيمه د ملي امنيت د ځواکونو له خوا کلابنده شوه او يو شمېر ساحې يې تلاشي کړې.

د زبير په نوم يوه عيني شاهد وويل، داسې اټکل کېده، چې له بريدګر سره ښايي نور ملګري يې هم وي، خو تر تلاشۍ وروسته معلوم شوه چې هغه يواځې و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.