Language

غزني کې نهه ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې ووژل

غزني (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): د غزني چارواکي وايي، چې د دوه بېلو پېښو په ترڅ کې د نهو ماين خښوونکو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته  وويل، چې طالبانو تېره ورځ ناوخته  د اب بند ولسوالۍ پر  ودانۍ بريد وکړ.

د ننګ په وينا، د پوليسو په ځوابي ډزو کې ٣ وسله وال طالبان وژل شوي او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د والي وياند زياتوي: ((تر دې پېښې وروسته  وسله والو طالبانو غوښتل، چې د دې ولسوالۍ پر  لويه لاره ماينونه خښ کړي. يو ماين د خښولو پر مهال چاودنه کړې او ۹ ماين خښوونکي په کې وژل شوي دي.))

بلخوا په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني هم  تاييد کړه چې د ماين په چاودنه کې ٩ ماين خښوونکي وژل شوي دي.

سلطاني پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې ولسي وګړو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ هم د غزني  د ده يک  ولسوالۍ په “اډې”  سيمه کې د ماين چاودنې په ترڅ کې پنځه ماين خښوونکي وژل شوي وو.