Language

يو تن د تښوونکو له منګولو وژغورل شو

چاريکار (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): پوليسو د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې يو ١٨ کلن ځوان د تښتوونکو له منګولو ژغورلى، خو تښتوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

د بګرام امنيه قوماندان سمونوال محمدمعصوم فرزه يي پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور تنو چې درې يې وسله وال وو، ياد ځوان تېره شپه شاوخوا ١١ بجې، د کابل د قره باغ ولسوالۍ د حوت خېلو په سيمه کې له موټر څخه ښکته کړى او تښتولى و.

د ده په وينا، دغه ځوان چې وحيدالله نوميږي له خپلو دوو ملګرو سره په کرولا موټر کې کابل ښار ته روان و، چې وتښتول شو.

دى وايي، چې تښتوونکو د وحيدالله او د هغه د ملګرو موټر په زور درولى او هغه يې په بل کرولا موټر کې تښتولى و.

د هغه د څرګندونو له مخې، د وحيدالله تر تښتولو وروسته د هغه ملګرو له پوليسو سره اړيکه ونيوه او د قره باغ او بګرام پوليسو په ګډه له تښتوونکو د وحيدالله د خلاصون او تښتوونکو د نيولو هڅې پيل کړې.

فرزه يي وايي، چې پوليسو د بګرام ولسوالۍ په “قلعه خواجه رباط” سيمه کې د تښتوونکو کرولا موټر پيدا کړ خو تښتوونکي پر پوليسو تر ډزو وروسته په تېښته بريالي شول او خپل موټر يې له وحيد الله سره په سيمه کې پرېښود.

هغه وويل، چې په دغو ډزو کې پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى او د تښتوونکو د نيولو هڅې روانې دي.

وحيدالله، پژواک ته وويل چې د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ د خارو سيمې اصلي اوسېدونکى دى، خو په کندوز کې ژوند کوي.

دى وايي، چې له خپلو ملګرو سره له کندوز څخه کابل ته روان و، چې وسله والو يې په قره باغ کې موټر ودراوه او دى يې وتښتاوه.

د هغه په وينا، له څلورو تښتوونکو څخه درې يې وسله وال وو او دى نه پوهېږي چې ولې يې تښتولى و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.