Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادرنګو ته د بازار نشتوالي د لغمان کروندګر تاواني کړي

جلال اباد (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): د لغمان ولايت مسوولين او کروندګر وايي چې سږ کال د بادرنګو په حاصلاتو کې لس سلنه زياتوالى راغلى خو د بازار د نشتوالي له امله يې حاصلات خپل لګښت هم نه شي پوره کولى.

لغمان د هېواد په ختيځ کې پروت هغه ولايت دى چې شاوخوا نوي سلنه ځمکه يې کرنيزه ده او پر ګاونډيو ولايتونو سربېره وخت ناوخت ګاونډي هېواد ته هم له دغه ولايت څخه سبزي جات صادرېږي، چې دا مهال يې د بادرنګو بازار ګرم دى.

د لغمان د کرنې رييس اسماعيل دولتزي د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د څېړنو له مخې سږ کال په لغمان ولايت کې د بادرنګو په حاصلاتو کې لس سلنه زياتوالى راغلى دى.

نوموړى وايي چې که څه هم د بادرنګو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى خو يو شمېر ستونزې شته چې د بزګرو لپاره ګواښمنې دي.

ده زياته کړه: ((په لغمان کې سړې خونې شته خو د خونو لپاره د برېښنا اړتيا ده مګر په هغو سيمو کې چې سړې خونې دي، برېښنا نشته.))

ددولتزي په وينا، که چېرې په لغمان کې د برېښنا ستونزه حل شي نو لرې نه ده چې د لغمان سبزي جات به ګاونډيو ولايتونو ته په هر موسم کې ښه بسنه وکړي.

بلخوا د لغمان يو شمېر کروندګر هم شکايت کوي چې د بادرنګو د ساتلو لپاره سړې خونې او بازارونه نشته.

دوى وايي، که څه هم د دوى په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى خو ياد زياتوالى د دوى په ګټه هغه وخت تمامېدلى شي کله چې سړې خونې او بازار پيدا شي.

د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ يوه کروندګر ميرويس وايي چې له دوى سره د کرنې رياست له لوري د اصلاح شوو تخمونو مرسته شوې او هم يې يو شمېر مسلکي ورکشاپونه اخيستي دي.

نوموړي زياته کړه: ((خو ستونزه دا ده، چې نه خو سړې خونې فعالې دي او نه هم بازار لرو، بايد سړې خونې فعالې او زموږ حاصلاتو ته بازار پيدا شي.))

د لغمان يو بل بزګر اميرخان پژواک ته وويل چې له ګاونډي هېواد څخه د سبزيجاتو واردول د دوى پر بازار مستقيماً تاثير غورځوي.

ده زياته کړه، که چېرې دوى ته زمينه برابره شي چې ټول حاصلات يې وساتل شي نو ګاونډي هېواد ته به هېڅکله د سبزيجاتو د صادراتو زمينه برابره نه شي.

د نوموړي په وينا، د سړو خونو او په خونو کې د برېښنا د شتون غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې که حکومت غواړي کرنې ته پام وکړي نو لومړى دې د بزګرو ستونزې هوارې کړي.

اميرخان وايي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله اوس د بادرنګو بيه دومره ټيټه شوې، چې دوى خپل لګښت هم نه شي پوره کولى.

د مهترلام ښار يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال د بادرنګو بازار ښه و، خو اوس بېخي ارزانه شوى دى.

هغه زياته کړه، چې تېر کال يو من (اوه کيلو) بادرګ په شاوخوا پنځوس افغانيو و، خو سږ کال يې بيه ٢٠ او ٣٠ افغانيو ته ټيټه شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.