Language

د قره باغ ولسوالۍ څارنوال ووژل شو

غزني (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): ناپېژانده وسله والو څو شېبې مخکې د غزني د قره باغ  ولسوالۍ څارنوال پر ډزو وژلى دى.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو شېبې مخکې ناپېژانده وسله والو د غزني ښار اړوند د “درېيم پلان” په سيمه کې د قره باغ ولسوالۍ څارنوال شېرخان  تر بريد لاندې راوست او پر ډزو يې وواژه.

هغه وايي، چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل شوې دي.

بلخوا د جمشېد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې څاروال شېرخان له کوره د راوتو په حال کې و، چې دوو موټرسايکل سپرو پرې ډزې وکړې او ويې واژه.

هغه وايي، تر بريد وروسته موټرسايکل سپاره له سيمې وتښتېدل او کابو نيم ساعت وروسته پوليس د پېښې سيمې ته ور ورسېدل.

د څارنوال شېرخان په اړه ويل کېږي، چې د دولتي دندې تر څنګ يې د غزني په ښار کې  د يوه خصوصي ښوونځي مشري هم پر غاړه درلوده.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړى نه دى اخيستى.

Related Topics