جلال اباد ( پژواک ٣٠ ٩٣): د ننګرهار له محبس څخه ١٥٥ تنه بنديان د ولسمشر د ١٦مې ګڼې ځانګړي فرمان له مخې خوشي شول.
د ننګرهار د محبس مدير سمونوال عبدالولي حصارک نن ( د غويي ٣٠مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يادو ١٥٥ تنو کې يوه نجلۍ او څلور ښځې هم شاملې دي.
ده وويل چې په دغو بنديانو کې ۱۳۰ تنه د سياسي او پاتې نور د جنايي جرمونو پر بنسټ بنديان شوي وو.
د سمونوال عبدالولي حصارک په خبره، د دغه فرمان له مخې د يو شمېر بنديانو د بند موده هم راکمه شوې ده.
له خوشې شويو بنديانو څخه يو تن مولوي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله وړاندې د ننګرهار په سرحدي سيمه کې له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوى و.
ده له ولسمشر حامد کرزي مننه وکړه چې د يو شمېر بنديانو د خوشي کېدو لپاره يې ځانګړى فرمان صادر کړى دى.
ده وويل: (( که څه هم زه يې د طالبانو په تور نيولى وم، خو زه طالب نه وم، که بيا يې هم راباندې ثبوت کړه زه همدلته يم بيا هم حاضر يم))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP