جلال اباد (پژواک ٣٠ غويى٩٣): د ننګرهار ولايتي شورا ته په برياليو نوماندانو کې نيمايي د چارواکو او وکيلانو د کورنيو غړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غويي په ٣٠مه په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، په دې کې د ننګرهار ولايتي شورا ته هم ١٩ کانديدان بريالي شوي دي.
د ننګرهار ولايت له برياليو ١٩ بريالي نوماندانو اوه يې د يو شمېر وکيلانو، چارواکو او پخواني قوماندانانو خپلوان دي.
احمدعلي چې د ولسي جرګې د غړي حاجي حضرت علي زوى دى، په لومړنيو پايلو کې په لومړي مقام کې راغلى، حاجي حضرت علي پخوانى جهادي قوماندان، د کرزي د حکومت په لومړيو دورو کې د ننګرهار امنيه قوماندان او د ولسي جرګې برحال وکيل دى.
بل بريالى کانديد شمس الرحمن مسلميار چې د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار ورور دى، په لومړنيو پايلو کې يې درېيمې ډېرې رايې دي.
استاد اسرارالله مراد، د پخواني قوماندان ابرارالله مراد ورور دى، په څلورم مقام بريالى شوى، ابرارالله مراد پخوا د سرحدي زون کارکوونکى او د حاجي ظاهر قدير نږدې ملګرى دى.
جاوېد زمان چې د پخواني جهادي قوماندان محمدزمان غمشريک زوى دى، شپږمې ډېرې رايې لري.
ډاکتر ناصر کامه وال چې د ولسي جرګې د غړي اميرخان يار، د پخواني مستوفي احسان الله کامه وال له ډېرو نږدې خپلوانو دى.
بل بريالى کانديد افتخار مومند چې د ولسي جرګې د غړي فريدون مومند ورور دى، لسمې ډېرې رايې يې ترلاسه کړې دي.
عبدالقهار قدير چې د ولسي جرګې د غړي عبدالظاهر قدير ورور او دوولسم کس دى چې ډېرې رايې يې وړې دې.
حاجي عطاءالرحمان هډوال چې په ننګرهار کې د يوه ملي سوداګر عبدالرحمان هډوال ورور دى هم ولايتي شورا ته بريالى شوى.
حبيبه کاکړ چې د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د ولسوال معلم معشوق مېرمن ده هم بريالۍ شوې ده.
عبيدالله شينواری، نوی ځوان وکيل دی، د حاجي عثمان زوی، د داکتر عصمت چې دا مهال د ولسي جرګې وکيل دی، د تره زوی دى.
يو شمېر ناکام کانديدان ادعا کوي، چې بريالي کانديدان د چارواکو او وکيلانو د کورنيو غړي، د زر او زرو په وسيله بريالي شوي دي.
د ملک نصيب په نوم د ولايتي شورا يوه کانديد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ولايتي شورا ته ډېرى د يو شمېر زورواکو، چارواکو او پخوانيو قوماندانانو اقارب دي.
ده زياته کړه: ((تر څو چې دلته زور چلېږي، دلته خپلسري وي، تر هغو نه شو بريالي کېدلى.))
د هغه په وينا، د پخوا په څېر به يو ځل بيا د ننګرهار ولايتي شورا د چارواکو او زورواکو ترمنځ د زور وهلو ميدان وي.
ساجده هاشمي چې ولايتي شورا ته خپلواکه نومانده وه، پژواک اژانس ته وويل چې دوى له يادو پايلو ناخوښ دي.
نوموړې وايي، چې په اوسنيو پايلو کې داسې اشخاص بريالي شوي کوم چې زور او پيسې لري.
هغې زياته کړه: ((څوک زور لري، څوک چې چارواکي وي او پيسې لري نو هغوى کامياب دي.))
د سياسي چارو کارپوه استاد ميرويس صميم پژواک اژانس ته اندېښنه څرګنده کړه چې په ننګرهار کې ټول هغه اشخاص ولايتي شورا ته کامياب شوي چې د پخوانيو جهادي قوماندانانو، برحالو وکيلانو او چارواکو اقارب دي.
ده زياته کړه چې يواځې اته هغه نوماندان چې په چارواکو پورې تړاو لري، ولايتي شورا ته کامياب شوي دي.
نوموړى وايي: ((تاسې وګورئ هغه کسان نه دي کامياب شوي، کوم چې قومي بنسټ لري.))
خو ولايتي شورا ته بريالۍ نوماندان او د غني خېلو ولسوالۍ ولسوال معلم معشوق مېرمن حبيبه کاکړ پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په ولس کې ځاى او محبوبيت لري او پر همدې اساس يې رايې ترلاسه کړې دي.
هغې پژواک اژانس ته وويل، چې د خلکو په پاکو رايو يې بريا خپله کړې او هېڅ ډول درغلي يې نه ده کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP